افغانستان : د هيلي کاپټر غورځيدو کې د جنرال په گډون ١٣ مړه

دافغانستان په لويديځ کې ديو پوځي هيلي کاپټر درانسکوريدلو له امله ديو لوړپوړي پوځي مشر په ګډون ١٣ پوځيان وژل شوي دي.
دافغان پوځ وياند بصيرخان غوري په دغه هکله مطبوعاتو ته ويلي هيلي کاپټر نن دخراب موسم له امله په غرونو کې وغورځيدلو اؤ تباه شو.
دوياند له مخې په پيښه کې دقول اردو قوماندان جنرال ظفروژل شوى اؤ يو بل پوځي مشر وايي ١٣ؤ نورو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
په افغانستان کې عموماً ددغسې پيښو رامينځته کيدلو څخه وروسته طالبان ادعا کوي چې دهغوي ملګري پکې لاس لري خو ولې داوسنۍ پيښې په هکله دطالبانو وياند خپل دريځ نۀ دى څرګند کړى.