اسلام اباد : حکومت مخالفو ډلو ته خبرو وړاندیز کړی دی

دجمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې دډيموکراسۍ په تړون يا ميثاق جمهوريت په صحيح ډول عمل کولو اؤ هيواد کې دسياسي وضعيت معمول ته راوستلو لپاره ټولو سياسي اړخونو ته حکومت سره دخبرو اترو بلنه ورکړل شوې ده.
دغه اعلان دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر نن دخالي په ورځ په يو سرکاري بيانيه کې کړى دى.
په بيان کې ويل شوي دي دجمعې په شپه تر ناوخته روانه دغه غونډه کې ددفاع وزير احمدمختار، داطلاعاتو وزيرې شيري رحمان، دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک اؤ نورو لوړپوړو چارواکو برخه درلوده.
بيان کې ويل شوي دي حکومت به داولس ځان ومال په هر صورت خوندي کوي اؤ هيچا ته به دامنيت دخرابولو اجازه ورنۀ کړل شي.
بيان کې سپيناوى شوى دى چې دامنيت دټينگښت لپاره به هيڅ رقم غير ائيني اؤ داساسي انساني حقونو داصولو پر ضد گامونه نۀ اخستل کيږي.
دجمهوررئيس وياند وايي ددغه غونډې څخه دمخه دجمهوررئيس اؤ صدراعظم په مشرۍ دامن دجاج اخستنې لپاره داسلام اباد، پنجاب اؤ سرحد دانتظاميويوه بيله غونډه هم ترسره شوې ده.
څيړونکي نظر لري چې په پاکستان کې دوکيلانو دپيل شوي اوږد لاريون له امله حکومت په کورني اؤ بهرني کچ دسخت فشار لاندې راغلى اؤ په راتلونکو ٢ؤ ورځو کې دمهمو پريکړو احتمال ليدل کيږي. بل لورې ته ناتائیده رپوټونه وایي چې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دمخالفو گوندونو لخوا وړاندې کړل شوؤ ټولو غوښتنو منلو ته تيار دى خو دسترې محکمې لرې کړل شوى مشر قاضي افتخار محمد چوهدري به بيرته نۀ پځايې کوي.
دخپل گوند دمشرانو سره په خبرو کې ښاغلي زرداري ويلي دي چمتو دى چې دنواز شريف سره دډيموکراسۍ دتړون په اساس خبرې وکړي اؤ دغه خبرې داوږد لاريون څخه دمخه هر وخت کيدلى شي.
جمهوررئيس وويل کۀ دډيموکراسۍ دتړون په اساس خبره کيږي نو ددغه تړون له مخې به هاغه ټول قاضيان گوښه کولى شي چې دموقتي ائيني امر يا پي سي او دلاندې يې لوړه کړې وه اؤ افتخار محمد چوهدري هم دموقتي ائيني امر دلاندې لوړه کړې وه، ځکه نو بيا به ښاغلى چوهدري هم ځي.