لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوږد لاريون ملتان څخه لاهور ته روان شوى دى


په پاکستان کې دوکيلانو اؤ سياسي فعالينو لخوا د عدليې دازادۍ لپاره پيل کړى شوى اوږد لاريون نن په دريمه ورځ هم دوام لري اؤنن دخالي په ورځ دغه لاريون دملتان څخه لاهور ته روان شوى دى.
په ټول هيواد کې دلاريون دمخنيوي لپاره حکومت مهمې لويې لارې دکنټينرونو اؤ پاټکونو په اچولو سره تړلي اؤزيات شمير پوليس ، دمليشې اؤ رينجرز ځواکونه يې پځايې کړي دي.
ټاکل شوې ده دوکيلانو لاريون به نن دملتان څخه لاهور ته رسيږي اؤ دغلته به ديوې ورځې دايسارتيا وروستو داسلام اباد په لور روانيږي.
په اسلام اباد کې ټولې لارې تړل شوي اؤ دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک اعلان کړى دى چې په يو حال کې به هم وکيلانو ته دپارلمان مخې ته دپرلت ماتونې اجازه ورنۀ کړي.
خو وکيلان وايي هغوي به په ١٦م مارچ ارو مرو دپارلمان مخې ته ټوليږي اؤ دغلته به دنامعلومې مودې پورې پرلتونه ماتوي.
داوږد لاريون په مهال نن په دوهمه ورځ هم دصوبه سرحد دبيلا بيلو ښارونو څخه دسياسي مشرانو اؤ فعالينو دنيونې لړۍ دوام وکړو اؤ دجماعت اسلامي دصوبه سرحد داطلاعاتو سکتر محمداقبال وايي تراوسه دهغوي له ٣٠٠ؤ څخه زيات غړي نيول شوي دي.
په نيول شوؤ کې دقامي اسمبلۍ پخوانى غړى شبيراحمد،صابرحسين اعوان،حافظ حشمت، فضل رباني ايډوکيټ، ډاکټر عطاء الرحمان، حاجي دوست محمد اؤ حاجي اسرار خان هم شامل دي.
همدغه راز دمسلم ليگ(ن) په سوونو غړي هم دصوبه سرحد څخه نيول شوي دي.
ددغو نيونو په ضد نن په دوهمه ورځ هم دپيښور دايالتي محکمې وکيلانو دقضايي چارو څخه پريکون اؤ احتجاجي مظاهرې وکړې.
په دغه مهال وکيلانو دحکومت په ضد اؤ دبې پلوه عدليې په حق کې شعارونه ورکړل.
پيښور څخه اسلام اباد ته غځيدلې لويه لار هم دخيراباد يا اټک په پل په بشپړ ډول تړل شوې اؤ اسلام اباد ته دوکيلانو دتگ دمخنيوي لپاره په دروند شمير پوليس په لويو لارو ځايې پځايې کړل شوي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG