لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : پوليسو په سوونو وکیلان او سیاسی فعلین نيولي دي


دپاکستان دوکيلانواؤسياسي گوندونود فعالينولخوادگوښه کړل شوؤقاضيانودبيرته پځايې کولودپاره دکوئټې اؤکراچۍ څخه دپيل شوي اوږدلاريون مخه حکومت دکراچۍ ښارڅخه په وتونکودروازونيولې اؤدوکيلانواؤسياسي گوندونودغړوکاروان کې شامل په سوؤنوکسان پوليسونيولي اؤزندانونوته يې اچولي دي. د هېواد په ټولو غټو ښارونو، لاهور، کوئټه، پېښور او په تېره بیا د پنجاب صوبې په غټو ښارونو کې پولیسو گڼ شمېر وکیلان و سیاسي فعالین نیولي دي. حکومت هڅه کوی چې د فعالینو په نیولو د لانگ مارچ مخه اونیسي.
دکراچۍ څخه داوږدلاريون په لړکې چې نن دزيارت په ماذيگردوکيلانواؤسياسي فعالينوکاروان حيدرابادته دتللوپه غرض دکراچۍ څخه وتونکودروازوته راورسيدلونودغلته دهغوئ دنيولودپاره په سوؤنوپوليس وسلواؤکوتکوپه لاس ودرول شوي وؤ.
دروازوته دوکيلانودکاروان رسيدلوسره سم پوليسودهغوئ مخه ونيوله اؤدوکيلانودمهمومشرانومنيراى ملک اؤرشيداى رضوي په گډون يې په سوونووکيلان اوسياسي غړي ونيول.
په دغه مهال پوليسوځينې وکيلان اؤسياسي غړي په کوتکونوووهل اؤوروستويې دهغوئ څخه گاډي ډک کړل اؤدبيلابيلوتاټوپه زندانونوکې يې واچول په نيول شوؤکې يوشميرميرمنې هم وې چې دنيول کيدوپه مهال يې دحکومت په ضدسخت شعارونه ورکړل.
ټاکل شوې وه دوکيلانوکاروان به دکراچۍ څخه حيدراباداؤوروستوسکهرته ځان رسوي چې هلته به دکوئټې څخه هم داوږدلاريون دپاره دوکيلانواؤسياسي فعالينوراروان شوى کاروان ځان رارسوي اؤوروستوبه په گډه ملتان لاهوراؤپه شپاړسم مارچ اسلام ابادته ځانونه رسوي.
خوپه کراچۍ کې دوکيلانودکاروان نيول کيدوسره اوس سکهرته دکراچۍ څخه دډيرولږووکيلانودرسيدلوچانس پاتې شوى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG