لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کياني زرداري اؤ گیلاني سره په سیاسي وضیعت لیدلي دي


دپاکستاني پوځونو سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني جمهوررئيس اصف علي زرداري سره بيلا بيلې ليدنې کړي دي.
په دغو ليدنو کې دهيواد په موجوده سياسي وضعيت خبرې اترې شوي دي.
دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني په اسلام اباد کې جمهوررئيس اصف علي زرداري سره وليدل.
ددواړو مشرانو ترمينځ په دغه ليدنه کې پنجاب کې په حکومت جوړونه، اوږد لايون اؤ دامن وامان په وضعيت خبرې اترې وشوې.
دليدنې په مهال پريکړه وشوه چې داوږد لاريون په مهال به دقانون څخه سرغړونه کوونکو اؤ سرکاري ودانيو ته زيان رسونکو ته سخته سزا ورکړل کيږي.
همدغه راز جنرال کياني هم دجمهوررئيس په ماڼۍ کې جمهوررئيس اصف علي زرداري سره وليدل.
ددغه ليدنې په مهال هيواد ته دپيښو ستونزو دهواري لپاره په بيلا بيلو تجويزونو غور وکړل شو.
د ليدنې په مهال په امنيتي وضعيت اؤ مسلکي چارو هم خبرې اترې وشوې.

XS
SM
MD
LG