لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په سياسي وضعيت دامریکا انديښنه


دپاکستان موجوده سياسي وضعيت نړيواله ورورولي ديو لړ انديښنو سره مخ کړې ده اؤ په دې لړ کې نړيوال مشران دپاکستاني چارواکو اؤ سياسي مشرانو سره پرله پسې خبرې اترې اؤ ليدنې کوي.
دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس باراک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک دپاکستان جمهوررئیس اځف زرداري او صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره په تيلي فون دپاکستان په موجوده سياسي وضعيت غږيدلى دى.
دسرچينو له مخې صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره په تيليفوني خبرو کې ښاغلي هالبروک دپاکستان په موجوده سياسي وضعيت دانديښنې څرگندونه وکړه.
بل لوري ته په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن هم دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) گوند مشر ميا نواز شريف سره ليدلي.
ښاغلي شريف سره په ليدنه کې امريکايي سفيرې وويل بايد سياسي گوندونه په گډه سره دخبرو اترو له لارې اختلافونه له مينځه يوسي.
همدغه راز ميا نواز شريف وويل جمهوررئيس زرداري دې دعدليې دپځايې کولو ژمنې ترسره کړي.
نواز شريف وويل په اصولوبه هيڅ کله سودابازي ونۀ کړي.
اخوا دامريکا دبهرنيو چارو دمحکمې وياند په واشنگټن کې مطبوعاتو ته دحال احوالو تيرولو په مهال وويل واشنگټن په پاکستان کې داساسي قانون سرلوړي ليدل غواړي.
مرستيال وياند رابرټ ووډ وويل په پاکستان کې سياسي گوندونه په قامي اسمبلۍ کې خپل اختلافونه له مينځه وړلى شي.
هغۀ وويل امريکا دپاکستان قامي اسمبلۍ کې د رايې دازادۍ ملاتړ کوي.
رابرټ ووډ وويل امريکا په پاکستان کې داړي گړي نورې پيښې ليدل نۀغواړي.
بل لوري ته برټانيې هم په پاکستان کې دسياسي غړو په نيونو دانديښنې څرگندونه کړې ده اؤ دحکومت څخه يې غوښتلي دي چې موجوده سياسي بې ثباتي زر تر زره له مينځه يوسي.
په پاکستان کې دبرټانيې هائي کمشنر رابرټ برنکلى دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي اؤ هغه يې دپاکستان په وروستي سياسي وضعيت دبرټانيې دانديښنو څخه خبر کړى دى.
دبرټانوي هائي کميسيون وياند جنيفر ولکس ترمخه په دغه ليدنه کې دبرټانوي چارواکي لخوا صدراعظم ته وويل شول داولس داحتجاج دمخنيوي دپاره حکومت غوره لاره نۀ ده خپله کړې.
بل لوري ته دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي نوي ډيلي کې خبريالانو ته ويلي دي دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره پاکستان کې ديو باثباته حکومت وجود ضروري دى. هغۀ هيله څرگنده کړه چې دپاکستان سياسي مشرتابۀ به خپلې کورنۍ سياسي ستونزې دخبرواترو له لارې له مينځه يوسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG