دپاکستان دکورنيو چارو وزارت پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دهغه ورور شهباز شريف ته خبردارى ورکړى دى چې هغوي ته دمرگ گواښونه پيښ دي ځکه نو په اولسي غونډو کې دې له گډون څخه ډډه وکړي.
دسرچينو له مخې دکورنيو چارو وزارت شريف وروڼه ديو ليک له لارې خبر کړي چې هغوي بيدار اوسي اؤ داولس منځ ته دې نۀ ورځي..
بايد وويل شي ميا نواز شريف يوې برټانوي ورځپاڼې سره مرکه کې له وړاندې څخه ويلي وؤ چې په حکومت کې شامل لوړپوړي چارواکي دهغه دوژنې دسيسه جوړوي
دمسلم ليګ(ن) مشر اؤ دپنجاپ پخواني وزيراعلي ښاغلي شهباز شريف ددغه ليک په ځواب کې ويلي دي کۀ په هيواد کې دعدليې دازادۍ اؤ دانصاف باوري کولو دپاره دهغوي ژوند له مينځه لاړ شي نو هيڅ پرواه به يې ونۀ کړي.
دکورنيو چارو وزارت ته په ليږدول شوي ليک کې ښاغلي شريف تور لګولى دى چې په حکومت کې ځينې داسې طاقتونه شته چې هغه نواز شريف وژل غواړي.
نوموړي دکورنيو چارو دوزارت ليک هم دنواز شريف دوژنې ددسيسې يوه برخه ګرځولې ده.
په کال ٢٠٠٧م کې داوږد لاريون داعلان څخه دمخه دپاکستان دکورنيو چارو وزارت دپيپلز ګوند وژل شوې مشرې اؤ پخوانۍ صدراعظم بې نظير بوټو ته هم په يو ليک کې په ډاګه کړې وه چې دهغې ژوند ته ګواښونه پيښ دي خو دبې نظير بوټو دريځ ؤ چې حکومت په دغسې کولو هغه ويرول اؤ داولس منځ ته دورګډيدلو څخه ايسارول غواړي چې بيا يوې اولسي غونډې ته له وينا څخه وروستو نامعلومو ترهه ګرو ووژله.