دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني نن دشورو په ورځ دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره په يوه اوږده ليدنه کې دهيواد په عمومي سياسي وضعيت اؤ دسبا څخه دوکيلانو لخوا په پيل کيدونکي اوږد لاريون خبرې اترې کړي دي.
څيړونکي دوکيلانو داوږد لاريون څخه يوه ورځ دمخه دصدراعظم اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ دغه ليدنې ته ځانگړى ارزښت ورکوي.
امريکا ته دپاکستاني پوځ دسرلښکر دوروستي سفر اؤ په پاکستان کې دوکيلانو دلاريون د اعلان ، دپاکستان مسلم ليگ(ن) دمشرانو ميا نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ دپريکړې اؤ په پنجاب کې دمسلم ليگ(ن) دحکومت ختميدلو وروسته څيړونکي نظر ښکاره کوي چې په پاکستان کې نوى رامينځته شوى سياسي وضعيت د يو مهم بدلون په لوري روان دى.
دامريکا په شمول دگڼو هيوادونو ميډيا داسې نظر هم ښکاره کړى دى چې په پاکستان کې دسيوا شوي سياسي اړي گړي له امله يو ځل بيا دپاکستان دواک واگې پوځ پخپل لاس کې اخستلى شي ، خو دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري پرون دنهې په ورځ خپل يو دسپيناوي بيان کې په ډاگه کړه چې په پاکستان کې دوروستي رامينځته شوي سياسي وضعيت له امله جمهوري عمل ته هيڅ زيان نۀ شي رسيدلى.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن هم نن دپاکستان دکورنيو چارو دصلاح کار رحمان ملک سره ليدلي اؤ ورسره يې دپاکستان په سياسي کړکيچ ،دوکيلانو داوږد لاريون څخه دمخه دسياسي فعالينو اؤ وکيلانو په نيونه اؤ نورو مهمو چاروخبرې اترې کړي دي.
1