لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دسياسي مشرانو اؤ وکيلانو نيونې پيل شوي دي


په پاکستان کې دوکيلانو دغورځنگ ، سياسي فعالينو اؤ مدني ټولنې دغړو لخوا داعلان کړل شوي اوږد لاريون ناکامولو دپاره دټول هيواد څخه دوکيلانو دمشرانو اؤ سياسي غړو دنيونې لړۍ چټک کړل شوې ده اؤ تر دې مهاله تر ٣٠٠ؤ کسان پوليسو نيولي دي.
دوکيلانو غورځنگ اعلان کړى دى چې د١٢م مارچ څخه به په اوږد لاريون لاس پورې کوي اؤ په ١٦م مارچ به دگردهيواد څخه وکيلان ، دسياسي گوندونو غړي اؤ دمدني ټولنې دبيلا بيلو څانگو سره تعلق لرونکي کسان ځانونه پلازمينې اسلام اباد ته رسوي اؤ دغلته به دپارلمان مخې ته په غځيدلې لويه لاره پرلتونه ماتوي.
په پاکستان کې څيړونکي نظر لري چې ددغه لاريون له امله به موجوده حکومت ديو شمير گواښونو سره مخ شي اؤ حتي داسې گنگوسې هم اوريدل کيږي چې دلاريون څخه وروسته دهيواد دننه کوم لويې سياسي بدلون رامينځته شي.
حکومت ددغه لاريون دناکامه کولو دپاره دپرون څخه دپنجاب اؤ سندهـ ايالتونو په بيلا بيلو سيمو کې دفعه ١٤٤ پځايې کړې ده چې دهغې ترمخه په کوم ځايې کې ٤يا د٤ؤڅخه کسان راغونډيږي ، پوليس به هغوي نيسي اؤ تر ٣ؤ مياشتو يې زندان ته ليږلى يا هم دنظارت لاندې نيولى شي.
ددې ترڅنگ دپنجاب ايالت هاغه لويې لارې دکنټينرونو په اودرولو سره تړل شوي دي چې پلازمينې اسلام اباد ته غځيدلي دي.
بيگاه د شپې څخه په ټول هيواد کې د سياسي فعالينو اؤ دوکيلانو دمشرانو نيولو دپاره امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي اؤ دهيواد دبيلا بيلو برخو څخه يې لږ ترلږه ٣٠٠ سياسي کارمندان اؤ دوکيلانو مشران نيولي دي.
دپنجاب دکورنيو چارو سکتر راؤ افتخار ددغو ٣٠٠ؤ کسانو دنيونې تصديق کړى دى.
دپوليس سرچينو له مخې لاهور کې دقامي اسمبلۍ دغړي بلال ياسين، چوهدري نصير بهټه، پخوانى صوبايي وزير چوهدري عبدالغفور، دپنجاب اسمبلۍد غړي خواجه عمران نذير، دمسلم ليگ(ن) دمشر ظفر علي شاه، ايم اين اى ډاکټر طارق ، انجم عقيل اؤ شمسه گوهر دنيولو لپاره دهغوي په کورونو هپې شوي دي.
دپاکستان حکومت د اوږد لاريون په هکله په پينډۍ اؤ اسلام اباد کې له ٢٥ؤ زرو څخه زيات پوليسان پځايې کړي اؤ ددې ترڅنگ يې دغلته مليشه ځواکونه هم گمارلي دي.
اخوا په پنجاب کې داوږد لاريون څخه دمخه دپوليسانو اؤ نورو انتظامي مشرانو دبدلولو لړۍ نوره هم چټک کړل شوې ده اؤ هاغه لوړي پوړي چارواکي لرې کولى شي چې دنواز شريف اؤ شهباز شريف خواخوږي گڼل کيږي.
بل لوري ته دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان مشر علي احمد کرد وايي وکيلان داوږد لاريون اؤ پرلت ماتونې لپاره پخه اراده لري اؤ دوکيلانو نيولو سره به دهغوي مورال راټيټ نۀ شي.
دپاکستان پخوانى صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف په رائيونډ کې دگوند مشرانو سره په خبرو کې دسياسي گوندونو دغړو دنيونې دغندنې کولو په ترڅ کې وويل دغه نيونې داوږد لاريون اؤ پرلت ماتونې مخه نۀ شي نيولى.
هغۀ وويل غړي به يې ټول خنډان مات اؤ اسلام اباد ته ځان ورورسوي.
همدغه راز په ايبټ اباد کې جلسې ته دوينا په مهال نواز شريف وويل اولس به په هر حالت کې په ١٦م مارچ پرلت غځوي.
هغۀ وويل پاکستان په خطره کې دى اؤ اولس به په ١٥م اؤ ١٦م مارچ خامخا اسلام اباد ته رسيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG