لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قاضیانو پرځاې کولو لپاره اوږد لاريون پېل شوی دی


په پاکستان کې دوکيلانو اؤ سياسي مشرانو دنيونو باوجود نن وکيلانو دکراچۍ اؤ کوئټې څخه اوږد لاريون پيل کړى دى.
ټاکل شوې ده دپرويز مشرف دواکمنۍ په مهال دگوښه کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو دپاره به دگرد هيواد څخه وکيلان تر ١٦م مارچ ځانونه پلازمينې اسلام اباد ته رسوي اؤ دغلته به دپارلمان مخې ته پرلتونه غځوي.
حکومت دوړاندې څخه په ډاگه کړې ده چې وکيلان به دپارلمان مخې ته پرلت ماتونې ته نۀ پريږدي خو دوکيلانو مشران وايي هغوي به دمهال ويش ترمخه دپارلمان مخې ته تر نامعلومې مودې پرلتونه ماتوي چې له دې امله دوکيلانو، سياسي فعالينو اؤ پوليسو ترمينځ دنښتو ويرې رامينځته شوي دي.
په پلازمينه اسلام اباد کې دوکيلانو داوږد لاريون دپاره تر ٢٠ؤ زرو زيات پوليس اؤ دمليشې ځواکونه ځايې پځايې کړل شوي اؤدنورو صوبو څخه اسلام اباد ته په غځيدلو لارو ځايې پځايې داوږد لاريون دمخنيوي دپاره پاټکونه اچول شوي دي.
همدغه راز پلازمينې اسلام ابادته غځيدلې لارې دکنټينرونو په اودرولو سره هم تړل شوي دي.
دزيارت په سحر په کراچۍ کې پوليسو تر ٨٠ؤ پورې وکيلان ، دهغوي مشران اؤ سياسي فعالين نيولي دي.
په کراچۍ کې نن دسحر څخه پوليس دايالتي محکمې څخه تاؤ شوي اؤ دسټي کورټ يا کچهريو دروازې يې تړلې وې.
په سيمه کې ددفعه ١٤٤ پځايې کيدلو له امله سياسي مشران ، فعالين ددوؤ ، دوؤ کسانو په ټولگيو کې دسندهـ ايالتي محکمې ا ؤ کچهرو ته ورسيدل.
دغه پوليسو وکيلان کچهرو ته دننه پريښودل خو سياسي مشران يې ونيول.
په نيول شوؤ کې دجماعت اسلامي مرستيال مشر پروفيسر غفور احمد، اسدالله بهټو ايډوکيټ، محمد حسين محنتي اؤ گڼ نور شامل دي.
په دغه مهال دپوليسو اؤ وکيلانو ترمينځ نښتې هم وشوې اؤ پوليسو وکيلان په کوتکونو ووهل.
همدغه راز دبلوچستان ايالت دکوئټې ښار څخه هم دعدليې دازادۍ په خاطر دوکيلانو اؤ سياسي فعالينو اوږد لاريون دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان دمشر علي احمد کرد په مشرۍ پيل شوى دى.
په دغه لاريون کې دوکيلانو ترڅنگ دجماعت اسلامي، پښتونخوا ملي عوامي گوند،تحريک انصاف اؤ نورو ډلو غړي هم برخه لري.
په کوئټه کې دوکيلانو دلاريون مخې ته هيڅ رقم خنډان وانۀ چول شول.
دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دپځايې کولو په حق کې وکيلانودصوبه سرحد پلازمينه پيښور کې هم دمحکمو دننه دقضايي چارو څخه پريکون وکړو اؤ دجسټس څلور لارې پورې يې احتجاجي لاريون وويستلو.
وکيلانو دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمد چوهدري په پلوۍ اؤ دحکومت په ضد شعارونه ورکړل.
دوکيلانو داوږد لاريون څخه دمخه حکومت په ټول هيواد کې دوکيلانو اؤ سياسي مشرانو دنيونې لړۍ پيل کړې اؤ دهيواد دبيلا بيلو سيمو څخه په سوونو کسان دتيرو ٢ؤ ورځو په عملياتو کې نيول شوي دي.
دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف ددغو نيونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي داوږد لاريون څخه دوکيلانو اؤ سياسي فعالينو دايسارولو دپاره نيونې اؤ دهغوي په کورونو هپې يو دشرم ډک عمل اؤ په جمهوريت ډاکه ده.
پخپل يو بيان کې ښاغلي شريف ويلي دي حکومت دکوم ځواب څخه پرته هيواد کې پخپله دامن وامان وضعيت خرابول غواړي.




Keywords : Pakistan, Judges, long march, arrests, Nawaz, Zardari, lahore, Protests, Islamabad, Ifitkhar Chudary, Supreme, court


XS
SM
MD
LG