لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوبه سرحد کې هم د مظاهره چیان نيول پيل شوي دي


په پاکستان کې دوکيلانو ، سياسي فعالينو اؤ مدني ټولنې دغړو لخوا دعدليې پځايې کولودپاره دپيل کړل شوي اوږد لاريون په دوهمه ورځ هم حکومت دوکيلانو اؤسياسي کارمندانو دنيونو لړۍ ته دوام ورکړى اؤ نن د جمعې په ورځ دصوبه سرحد دبيلا بيلو سيمو څخه هم سياسي مشران اؤ دوکيلانو دغورځنگ غړي نيول شوي دي.
دصوبه سرحد حکومت اعلان کړ ى ؤ چې هغوي به دوکيلانو داوږد لاريون په مهال نۀ خو پخپله صوبه کې دفعه ١٤٤ پځايې کوي اؤ نۀ به هم دسياسي مشرانو اؤ وکيلانو نيونې پيل کوي خو داوږد لاريون دپيل کيدلو په دوهمه ورځ دصوبه سرحد په بيلا بيلو سيمو کې نۀ يواځې دفعه ١٤٤ پځايې کړل شوه بلکې دمسلم ليگ(ن) اؤ وکيلانو دغورځنگ دمشرانو په کورونو هم هپې وکړل شوې اؤ گڼ شمير مشران دپوليسو لخوا ونيول شول.
سرچينې وايي پرون دزيارت په ورځ دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت لخوا دصوبه سرحد دکورنيو چارو وزارت ته امر وشو چې دوکيلانو داوږد لاريون دمخنيوي دپاره په ټوله صوبه کې دوکيلانو اؤ سياسي مشرانو نيونې باوري کړي.
ددغه امر په رڼا کې دصوبه سرحد په سرښار پيښور ، چارسده، ايبټ اباد اؤ نوښار سيمو کې دفعه ١٤٤ پځايې کړل شوه اؤ تراوسه دگڼو مذهبي اؤ سياسي گوندونو مشران نيول شوي دي.
دمسلم ليگ(ن) عمومي سکتر اقبال ظفر جهگړا، خادم علي اؤ عبدالستار اؤ دجماعت اسلامي شبير احمد اؤ صابر حسين اعوان دپوليسو لخوا نيول شوي اؤدجماعت اسلامي مشر سراج الحق دنيونې لپاره دهغه په کور هپه وشوه خو هغه په کور کې موجود ؤ.
همدغه راز دوکيلانو دنيونې لړۍ هم دوام لري اؤ دپيښور دهائيکورټ بار صدر عبداللطيف اپريدى دنظارت لاندې نيول شوى اؤ عمومي سکتر عيسي خان نيول شوى دى.
بل لوري ته دبلوچستان ايالت دکوئټې ښار څخه دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان دمشر علي احمد کرد په مشرۍ پيل کړل شوي اوږد لاريون مخه بيگاه دپنجاب اؤ سندهـ ايالت په پوله دامنيتي ځواکونو لخوا ونيول شوه اؤ پوليسو دلاريون برخه والو ته اجازه ورنۀ کړه چې دپنجاب خاورې ته دننه شي.
له دې وروسته وکيلانو دبلوچستان اؤ پنجاب په گډه پوله دبلوچستان په خاوره کې پرلتونه مات کړل اؤ اعلان يې وکړو چې په اسلام اباد کې دپرلت ماتونې کومه نيټه ورکړل شوې وه وکيلانو هم ددې ځايې څخه پرلتونه مات کړي دي.
نن دجمعې په سحر دوکيلانو دسازمان مشر علي احمدکرد دپرلت ماتونې دختمولو اعلان وکړو اؤ وې ويل هغوي به ځانونه دبيلا بيلو لارو پلازمينې اسلام اباد ته رسوي. ترڅو دپارلمان مخې ته په غځيدلې لويه لاره پرلتونه مات کړي.
دپاکستان حکومت دوکيلانو لخوا دپرويز مشرف دواکمنۍ په مهال دسترې محکمې دگوښه کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري اؤ ځينو نورو قاضيانو دبيرته پځايې کولو په هکله دپيل کړل شوي اوږد لاريون دمخنيوي دپاره په ټول هيواد کې دخپلو سياسي مخالفينو اؤ وکيلانو دنيونو امر ورکړى دى اؤ په پلازمينه اسلام اباد کې په زرگونو پوليسان اؤ دمليشې ځواکونه ځايې پځايې کړل شوي دي.
دامريکا په شمول دنړۍ گڼو هيوادونو په پاکستان کې په رامينځته شوي وروستي سياسي وضعيت دانديښنې څرگندونه کړې ده اؤ دپاکستان حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې ستونزې بايد دخبرو اترو له لارې له مينځه يوسي.
دافغانستان اؤ پاکستان دپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک هم پرون دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري ، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره دتيليفون له لارې خبرې اترې وکړې اؤ هغوي يې دپاکستان په وروستي سياسي وضعيت دامريکا دانديښنو څخه خبر کړل.

Keywords: Pakistan, Lawyers, NWFP, Islamabad, protests, arrests, ANP

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG