لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئیس ویاند: دډيموکراسۍ دتړون په اساس دقاضيانو دپځايې کولو پريکړه شوی ده


په دې وروستيو کې دپاکستان دننه رامينځته شوى سياسي کړکيچ دهواري درشل ته په ننوتلو دى اؤحکومت پريکړه کړې ده چې دپرويز مشرف دواکمنۍ په مهال لرې کړل شوي قاضيان به دډيموکراسۍ دتړون په اساس بيرته پځايې کولى اؤ دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ دپريکړې په ضد به سترې محکمې ته مراجعه کولى شي.
دغه پريکړې نن دخالي په ورځ دجمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ترمينځ ديوې ليدنې په مهال وکړل شوې.
دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر دليدنې دجزئياتو په هکله مطبوعاتو ته ويلي حکومت به دسترې محکمې لخوا دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې پر ضد سترې محکمې ته دبيا نظراچونې خواست کوي اؤ ددې ترڅنگ به گوښه کړل شوي قاضيان دډيموکراسۍ دتړون يا ميثاق جمهوريت په اساس بيرته پځايې کولى شي.
دډيموکراسۍ په تړون کې داخبره په ډاگه ده چې کومو قاضيانو هم دپاکستان داساسي قانون پځايې دموقتي ائيني امر په اساس لوړه کړې وي هغوي به له خپلو دندو گوښه کولى شي.
څيړونکي وايي چې کۀ دميثاق جمهوريت په اساس دقاضيانو دپځايې کولو ستونزه هوارى مومي نو لرې کړل شوى مشر قاضي افتخار محمدچوهدري به هم دخپلې چوکۍ څخه لاس وينځي ، ځکه چې هغه هم دپرويز مشرف دواکمنۍ په دوره کې دموقتي ائيني امر په اساس لوړه کړې وه.
دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف ددغه حکومتي پريکړې په اړه خپل غبرگون نۀ دى څرګندى کړ خو دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان پخواني مشر حامد خان دډيموکراسۍ دتړون په اساس دقاضيانو پځايې کول يو بل حکومتي چال گرځولى دى اؤ وايي دډيموکراسۍ په تړون لاسليکونه په کال ٢٠٠٦م کې شوي دي اؤ هغوي خپل غورځنگ د٢٠٠٧م کال د٩م مارچ اؤ٥م اگست دحکومتي پريکړو په ضد پيل کړى دى ځکه نو اوسنۍ حکومتي پريکړه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG