نړیوالو پاکستان ته پنځه اربه ډالرو ورکولو ژمنه کړې ده

نړیوالو مرستندویه ادارو پاکستان لپاره د پنځه ملیارده ډالرو نه زیاتې مرستې ورکولو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې پاکستان جمهوررئیس اصف زرداري یو ځل بیا ژمنه کړی چې ترهگرۍ پرضد جگړه به تندوي.
د جاپان په ټوکیو ښار کې شوی د پاکستان ملگرو کانفرنس کې ویل شوي دغه مرستې به دپاکستان اقتصاد ښه کړي. جاپان او امریکا به پاکستان ته یویو ملیارده ډالر ورکوي.
کانفرنس ته د وینا په مهال د پاکستان جمهورئیس اصف زرداری ویلي چې تندروه اسلامي جنگیالو او د القاعده شبکې پرضد جگړه تندولو لپاره تیار دی.
ښاغلي زراري زیاته کړه چې د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان مبارزه د نړۍ لپاره ډیره مهمه ده او که پاکستان دا جگړه کې بایلي نو گرده نړۍ به ناکامۍ سره مخ شي.
په دغه کانفرنس کې د چین، سعودي عرب او ایران په شمول ٢٥هېوداونو برخه اخستې ده.













Keywords: donors, conference, Pakistan, aid, Japan, united states