پوځی ویاند : د بونیر عملیات په کامیابی سره روان دي

د صوبه سرحد په بونير سيمه کې نن په دريمه ورځ هم دتندلارو په ضددامنيتي ځواکونو لخوا پوځي عمليات دوام لري اؤ په سيمه کې سخت تاؤتريخوالى خور دى.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي دي ددير اؤ بونير دعملياتو کې څلور تندلاري وژل شوي اؤ گڼ شمير ژوبل شوي دي.
پينډۍ کې مطبوعاتو ته دحال احوال تيرولو په مهال جنرال اطهر عباس وويل په سيمه کې دعملياتو له امله وضعيت عادي کيږي اؤ ځايې خلک دامنيتي ځواکونو سره بشپړه مرسته کوي.
هغۀ وويل امنيتي ځواکونو دبونير په پلندري اؤ امبيلا سيمو کنټرول ترلاسه کړى دى اؤ ډگر لوري ته پرمختگ روان دى.
هغۀ زياته کړه په سلطان وس اؤ پيربابا سيمو تراوسه تندلاري قابض دي خو په يوه اوونۍ کې به دتندلارو پر ضد عمليات پايې ته ورسيږي.
اطهر عباس وويل دځايې خلکو ژغورنې له امله دتندلارو په ضد دعملياتو رفتار چټک نۀ دى اؤ هڅه کيږي خلکو ته زيان ونۀ رسيږي ځکه نو ډگر سيمه کې ١٠ؤ کلو ميټرو پورې ابادۍ څخه خلک ويستل کيږي ترڅو دتندلارو پر ضد کوټلي عمليات وکړل شي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې پوځي ویاند وویل طالبانو ته غلیمې ادارې وسلی او پېسې ورکوي.
دزيارت په ورځ دبونير په چنگايي سيمه کې تندلارو دپوليسو يوه امنيتي پوسته په چاؤديدونکو موادو سره الوځولې ده خو په دغه پيښه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
سرچينې وايي دبونير په ډگر اؤ پيربابا سيمو کې دگرځ بنديز له امله خلک دکورونو دننه بند پاتې شوي اؤ ديو لړ ستونزو سره مخ دي.
همدغه راز دسيمې څخه په زرگونو خلک خوندي سيمو ته کډې کوي چې ددغه کډوالو په نورو سيمو کې دميشه کولو دپاره حکومت هيڅ رقم تابيا نۀ ده نيولې.
بل لوري ته دبونير سره پيوست دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې هم طالبانو خپل فعاليتونه يو ځل بيا سيوا کړي اؤدزيارت په ورځ دسرښار مينگورې څخه يو پوليس عسکر سميع الحق نامعلومو کسانو تښتولى دى.
بلخوا دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين يومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل حکومت دتحريک نفاذ شريعت محمدي دمشرصوفي محمد سره دتماس نيولو هڅې کوي.

دهغه وينا وه کۀ چرې مولانا صوفي محمد سره تماس ونۀ نيول شي نو حکومت به پخپله په سيمه کې ددارالقضاء جوړولو اعلان وکړي.
صوبايي وزيروويل په دير کې عمليات نۀ دي شوي ځکه چې په دريوؤ ورځو کې دننه هيڅ کله عمليات نۀ شي کيدلى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې افتخار حسين وويل ځينې ورانکارودسوات څخه وروستو په دير اؤ بونير هم قبضه کول غوښتل ځکه نو حکومت دهغوي مخه ونيوله.
دنوموړي وينا وه حکومت به هيچا ته اجازه ورنۀ کړي چې په زيارتونو قبضه وکړي يا هم دخلکو ارامه ژوند ته زيان ورسوي.