امریکې د بې کوره شوو خلکو لپاره د 110 ملینو ډالرو اعلان کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن پاکستان لپاره ١١٠ ملیونو ډالرو د بشري مرستو اعلان کړی دی.
میرمن کلنټن وویل چې دغه مرستې به دهغو نړیوالو هڅو برخه وي چې په روانو پوځي عملیاتو کې بې کوره شوو خلکو لپاره دي.
د پاکستان پوځ په سوات کې د طالب جنگیالو پرضد په سختو پوځي عملیاتو کې بوخت ده. د نهې په ورځ په سپنې ماڼی کې د اممریکا د بهرنیو چارو وزیرې ممیرمن کلنټن وویل چې د ارمیا جمهوررئیس باراک اوباما اداره امید لري چې ډیر زر به دغه بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.
میرمن کلنټن زیاته کړه چې پاکستان د جنگیالو پرضد سختې جگړې کې بوخت دی.
نوموړې وویل چې د القاعده او د طالبانو ماتې نه یوازې د پاکستان او سیمې په گټه دی بلکې د امریکې په گټه هم دی.