حکومت د ملاکنډ ډویژن د ترقۍ لپاره منصوبه تیاره کړېی ده

دپاکستان د صوبه سرحد حکومت د ٢٨ اربو روپو منصوبه تیاره کړې ده چې ملاکنډ ډویژن کې د تند لارو او جگړوپه وجه تباه شوي سکولونه، هسپتالونه، سړکونه، کاروبارونه او باغونه بیا د اولس د ژوند لپاره ودان کړي.

د منصوبې تر مخه، سیمه کې د بې امنۍ او جگړو له امله د نفسیاتې ناروغو سره مخ ښځو او ماشومانو د خېر ښېگړې لپاره ووه مرکزونه به هم جوړیږي. په سیمه کې د تندلاریتوب له امله هسپتالونواو د صحت مرکزونو ته د یو ارب او ١٥ کروړ روپو زیان رسیدلی دی.

دا رنگ ملاکنډ ډویژن کې ٢٨ د هلکانو او ١١٢ د جینکو سکولونه په مکمله توگه تباه کړی شوې دي او ٢٣٠ نورو سکولونه ته په جزوي توگه زیان رسولی شوی دی. د زدکړې مرکزنوته د اندازې تر مخه ووه نیم اربه روپۍ نقصان رسیدلی دی.

ځاې طالبانو به په ملاکنډ ډویژن کې دخپلې خوښې د شریعت ترلاندې د جینکو او هلکانو سکولونه په بمونو تباه کول او د ښځود تعلېم خلاف وو.

سوات د خونده ورو میوو او سبزو د پیداوار لپاره مشهوره سیمه ده. د صوباي حکومت د منصوبې تر مخه دغه مد ته د ١٨ اربو روپو نقصان رسیدل دی.

د منصوبې تر مخه په بمونو الوزولې شوي سړکونه، پولونه، کارخانې او کاروبارونه به هم بیا جوړول کیږي.