براک اوباما د امن نوبل جائزه گټلې ده

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کال 2009م نوبل جائزه گټلی ده.
د ناروی په اوسلو ښار کې د نوبل جائزی کمیټۍ ویلي ښاغلي اوباما ته دغه جائزه ورکولو وجه د نوموړي نړیوال ډیپلوماټیکي هڅوته وده ورکولو او د خلکو ترمنځ د زیات تعاون لپاره غیر معمولي هلی ځلی دي.
د سېنی ماڼی چارواکو ویلي ښاغلې اوباما په جائزه گټلو درناوی محسوسوي. د امن جائزه ورکونکي کمیټۍ د جمعې په ورځ ویلي دوي اوباما لخوا نړۍ د اټومي وسلو نه پاکه کولو نظریه او هڅو ته ډیر اهمیت ورکوي.
کمیټۍ زیاته کړه چې د جمهوررئیس اوباما مشرۍ کې خبرې او مذاکرت د نړۍ سختو او لانجمن شخړو لپاره کارول کېږي.
گد شمېر نړیوال مشرانو جمهوررئیس اوباما ته د امن جائزه په گټلو مبارکي ورکړی ده او ویلي دي چې نوموړی به نړیوال امن لپاره هڅو ته نور هم دوام ورکوي.