لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما :- د نوبل سولې جائزې گټلو باندې حېران شوی


براک اوباما د نوبل امن جائزه گټلو وروسته ویلي هغه دا جائزه په دی غږ قبلوي چې عملي کار وکړي.
د امریکا جمهوررئیس د جمعې په سحر مطبوعاتي کانفرنس ته وویل چې په جائزه گټلو حېران شوی.
ښاغلي اوباما زیاته کړه چې دا جائزه هغه د خپلو خدماتو مننه نه گنړي بلکی دا د هغه مقصدونو مننه ده چې د امریکی او نړۍ لپاره یی ټاکلی دي.
نوموړي وویل چې هغه خپل ځان دهغه ډیرو بی څاری کسانو صف کې نه ویني چې دا انعام یې گټلي دي. براک اوباما دا وینا هغه اعلان نه څو ساعته وروسته کړی چې په اوسلو کې امن جائزی کمېټۍ د نوموړي نوم ناڅاپی اعلان کړو.
د نوبل کمیټۍ مشر تارب یارن یاگ لېنډ د اوباما تعریف کړی دی او د نوبل جائزی کمیټۍ ویلي ښاغلي اوباما ته دغه جائزه ورکولو وجه د نوموړي نړیوال ډیپلوماټیکي هڅوته وده ورکول او د خلکو ترمنځ د زیات تعاون لپاره غیر معمولي هلی ځلی دي.
ښاغلي یاگ لېنډ وویل چې نوبل امن جائزی کمېټی اوباما لخوا نړۍ د اټومي وسلو نه پاکه کولو نظریه او د هغه په دغه لړ کې هڅو ته ډیر اهمیت ورکوي.
ډیرو خلکو لپاره دغه اعلان د حېرانۍ وړ وو. د سولې نوبل جائزه مخکښینو اکثره گټونکو د دغه اعلان هرکلی کړی دی. خو ځینو ویلي چې ښاغلې اوباما ته په نړیواله کچه ډیر څه کول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG