له طالبانو سره د مذاکراتو نه د ټرمپ د پر شا کېدو اصلي وجه څه وه؟

د افغانستان طالبانو د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د وروستیو ټویټونو په غبرگون کې اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دوی باور لري امریکایي اړخ به بیرته د سولې خبرو ته راشي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون پر خپل ټویټر ولیکل چې له طالب مشرانو سره یې لیدنه لغوه کړې، او له طالبانو سره یې د سولې خبرې هم درولي، دا ځکه چې د هغه په وینا، د سولې د خبرو په دې حساس پړاو کې د طالبانو "د غلط امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید پړه په غاړه واخېستله په کوم کې چې زمونږ یو ښه سرتیری او یولس نور کسان ووژل شول."

طالبانو نن د یکشنبې/اتوار په ورځ د ټرمپ د اعلان په وړاندې غبرگون څرگند کړ او پخپل جاري شوي بیان کې یې وویل چې "دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي."

د طالبانو په اعلامیې کې دا هم راغلي چې که د جگړې پر ځای د تفاهم لاره خپله شي، نو دوی تر پایه ورته ژمن دي. مگر د اعلامیې په پای کې یې بیا هم ټینگار کړی چې جگړې (د دوی په وینا، جهاد) ته به ادامه ورکوي.

په کابل کې تیره هفته یوه بمي چاودنه وشوه او په هغې چاودنې کې یو امریکایي پوځي او لس عام خلک ووژل شول. د صدر ټرمپ په وروستیو ټویټونو کې هم د مذاکراتو د درولو دلیل، هماغه حمله ښودل شوې ده.

طالبانو بیا پخپل بیان کې ویلي چې "په یوه برید عکس العمل ښودل، نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربي ښودنه کوي".

ولسمشر ټرمپ ویلي و چې ټاکل شوې وه نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو، او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره جلا جلا ملاقاتونه وکړي، خو دغه ملاقاتونه یې لغوه کړل.

تر اوسه معلومه نده چې په نږدې ورځو کې به ولسمشر غني به واشنگټن ته سفر وکړي او کنه. طالبانو ویلي چې دوی ته د امریکا د تگ بلنه، د اگست په وروستیو کې زلمي خلیلزاد ورکړې وه، او طالبانو دا هم ویلي چې له امریکایي هیئت سره یې خبرې گټورې روانې وې او ټاکل شوې وه چې د توافقنامې له امضا کیدو وروسته، د سپټمبر پر ٢٣مه نېټه د بین الافغاني ناستې لومړۍ ورځ وي.

افغان حکومت څه وایي؟

افغان حکومت، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له څرنگوالي ناراضه ښکارېده، د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی یې کړی دی او ویلي یې دي چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره طالبان باید تاوتریخوالی بند، اوربند عملي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني.

د افغان حکومت په یو رسمي بیان کې راغلي چې، "د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي."

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم یو بیان خپور کړی دی او په هغه کې یې هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دې خبرې له سره پیل شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د طالبانو مرکچي عباس ستانکزی په مسکو کې

ښاغلي کرزي پخپل بیان کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ځنډېدل، د افغانانو ترمنځ د سولې هڅې هم اغېزمنې کړي. هغه زیاته کړې، " دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي. په همدې منظور په هېواد کې د پردو ګټو په روانه جګړه کې له افغاني ښکیلو خواوو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي."

پر سوشل میډیا غبرگونونه

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفیر، حسین حقاني د صدر ټرمپ د فیصلې هرکلی کړی دی. حسین حقانی پر خپل ټویټر لیکلي: "د امریکا صدر سمه فیصله وکړله چې له طالبانو سره یې خبرې ودرولې. په یوې بدې موافقې سره نشوای کیدی چې د امریکایي ځواکونو د وتلو او/یا په افغانستان کې د سولې دپاره زمینه برابره شي. د سولې یوه اخلاصمنده معامله به اوربند ته لومړیتوب ورکړي، نه د امریکایي قواوو وتلو ته."

بل پلو په افغانستان کې د واشنگټن پوسټ یو خبریال، سید صلاح الدین، په دې شک ښودلی چې گني د مذاکراتو د لغوه کېدو وجه دې د کابل د تېرې هفتې برید وي.

سید صلاح الدین پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي: "له تېر کال راهیسي چې مذاکرات پکې پیل شول، دواړو اړخونو حملې کړي دي، د بریدونو درول د قطر د مذاکراتو د پاره کوم شرط نه و... ډېرې پوښتنې شته چې ټرمپ ولې خبرې ودرولې؟ آیا په کابل کې د یو امریکایي د وژنې په خاطر و؟ نو د کابل له حملې مخکې چې نور مرگونه شوي، هغه څه و؟"

په همدې حال کې په امریکا کې مېشت پاکستانی څېړونکی محمد تقي ډېوه نیوز ته وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د درېدو وجه، په کابل کې د تېرې هفتې برید نه و. هغه وایي چې طالبانو خو مخکې هم خپل بریدونه جاري ساتلي و، خو د سولې مذاکرات به روان و.

د ډاکټر تقي په وینا، طالبانو ښایي نه غوښتل چې د لوظنامې تر امضا مخکې امریکې ته سفر وکړي، او وروسته بیا ټرمپ هم د هغو د سفر او هم د سولې د خبرو لغوه کېدل اعلان کړل.

افغان سیاسي څیړونکي او په امریکا کې د افغانستان سفارت پخواني ډیپلومات نور الله احمدزي بیا ویلي چې د افغانانو عزت د خپل حکومت تر شا درېدلو کې دی. هغه پر خپل ټویټر لیکلي:

د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی خالد پښتون وایي چې د افغانستان ډېری خلک اوس خوشحاله دي چې امریکا له طالبانو سره خبرې ودرولې، ځکه مخکې چې له خلیلزاد څخه یې د یوې ممکنه لوظنامې جزییات اورېدلي و، مایوسه شوي و.

ښاغلی خالد زیاتوي چې د زلمي خلیلزاد له خولې په ډاگه شوي د لوظنامې جزییاتو وښوده چې په هغه کې د افغان خلکو گټو ته ډېره کمه توجه شوې وه.