لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: د افغانستان د سولې خبرې مې ودرولې ځکه طالبان اوس هم بې ګناه خلک وژني


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبې یا خالي په ورځ وویل، ټاکل شوې وه چې نن د طالبانو مشران او افغان ولسمشر اشرف غني امریکا ته راشي او له ما سره په کمپ ډېوېډ (د مېرېلېنډ په پوځي هډې) کې وګوري خو ما دغه لیدنه کنسل کړه.

ښاغلي ټرمپ د خالي یا شنبې په ماښام په دې اړه درې بېلا بېل ټویټونه کړي دي او ددې کار دلیل یې د سولې د خبرو په دې حساس پړاو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام یاد کړی.

" تقریبا هېڅوک هم خبر نه ول چې د طالبانو ستر مشران او د افغانستان ولسمشر په جلا توګه له ما سره د یکشنبې یا اتوار په ورځ په کېمپ ډېوېډ کې لیدل. دوی امریکا ته نن شپه راتلل. له بده مرغه دوی د غلط امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید پړه په غاړه واخېستله په کوم کې چې زمونږ یو ښه سرتیری او یولس نور کسان ووژل شول. ما په بیړه سره دغه لیدنې کنسل کړې او د سولې مذاکرات مې ودرول."


ښاغلي ټرمپ د خپلو ټویټونو په دوام لیکلي:

"که دوی (طالبان) د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نشي کولای او حتی ۱۲ بې ګناه کسان وژني نو دوی د یوې معنی لرونکې تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري. نورې څو لسیزې به دوی جګړه کوي؟"

ټرمپ په خپلو ټویټونو کې طالبانو په اشارې دا هم لیکلي، چې څه ډول خلک به دومره کسان ددې لپاره ووژني چې د هغوی د امیتاز ګټلو توان (بارګېنېنګ پوزېشن) پرې ځواکمن شي؟

ټرمپ زیاته کړې دوی دا نه دي ترلاسه کړي بلکه خبره یې لا نوره هم خرابه کړې ده.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغان سولې په اړه د خبرو درول او د وسلوالو طالبانو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو نه یواځې د سولې د روان بهیر پر وخت په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم کړی بلکه تر پخوا یې نور هم زیات کړی.

افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې د ټرمپ ددغو نویو ټویټونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا وړمه ورځ ویل شوي وو چې ولسمشر غني امریکا ته د سولې په اړه تړلی سفر ځنډولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG