داوړ: په شمالي وزیرستان کې د پوځ په ولقه کې یو ځاي تن وژل شوې. د پېښې په ضد مظاهره شوې

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غړي محسن دواړ تر مخه نن په شمالي وزیرستان کې ځاي خلقو د یو زلمي تن رضاالله د پوځ په ولقه کې د مرگ په ضد احتجاجونه کړي دي.

محسن داوړ د ډیوه ریډیو سره په خبرو کې اوویل چې دوه ورځې وړاندې د میرام شاه په همزوڼۍ کې یو اي ډي چاودنه شوې وه او د هغې ورستو پوځ د تفتيش په نوم ځاي کسان نیولی وو چې یو پکې نن مړ شو.

هغه په یو ټویټ کې ددې پېښې په ضد د شوي احتجاج ویډیو خپره کړې او وايي د علاقې بې وزله اولس انصاف د چا نه اوغواړي.

خبریالان وايي په 28م نومبر د شمالي وزیرستان په همزوڼي کې د سړک د غاړې په یوه بم چادونه کې دوه پوځیان ژوبل شوي وو.

د علاقې نه یو ځاي مشر جمال داوړ وي او ای ډیوه ته اوویل د هغې ورستو بیا په سیمه کې پوځیانو لټون شروع کړی وو چې د همزوڼي کلي نزدې 17 کسان یې اونیول.

د پاکستان پوځ د دغه کسانو د نیولو په حقله تر اوس مهاله څه نه دي ويلي. خو د پوځ د مطبوعاتو څانگې ای ایس پي ار وخت په وخت ويلي دي چې په سیمه کې دترهگرو د مخ نيوي په خاطر پوځ موجود دی. رپورټونه واي د بدو پېښو ورستو پوځ ځاي خلق د تفتیش د پاره نیسي.

محسن داوړ اوویل په نیول شوو کسانو کې نن یو تن مړ شوی دی:

"په هغه دومره تشدد شوې وو چې مړ شو"

خو د ښاغلي داوړ نه چې کله تپوس اوشو چې تاسو دا څنگه وای چې رضاالله د پوځ په تشدد مړ دی؟ نو هغه دا او نه ویل چې ددې خبرې څه ثبوت لري.

داسې کوم رپورټ هم نه دی ورکړی شوې چې ډاکټرانو ويلي وي چې رضاالله د تشدد د لاسه مړ شوی دی. محسن داوړ وايي:

"دا خو به هغه وخت پته لگیدله چې پوسټ مارټم شوې وې، ددغې پراسیس(عمل) نه چې زمونږ خلق خبریږي ډېر وخت به اخلي"

د پاکستان قبايلي سیمې څه موده وړاندې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شوې ده او هلته لکه د نور پاکستان په رنگه سهولتونه لا نه نشته دی.

محسن داوړ وايي ددا قسمه پېښو لپاره عدالتي تحقيقات پکار دي. هغه وايي که په نیول شوو کسانو پوځ ته څه شک وو نو باید عدالت ته یې وړاندې کړی وې.

د سیمې نه د صوباي اسبملۍ غړي میر کلام ډیوه ته اوویل چې د رضاالله د مرگ په وجه د شمالي وزیرستان اولس ډېر په غم کې دی او د خپل غږ پورته کولو د پاره یې لس کلومیړه پیدل مزل اوکړو او د پاکستان مارکیټ مخې ته یې مظاهره اوکړه. هغه اوویل دا مظاهره به سبا له بیا کیږي.

هغه اوویل په سیمه کې هدفي وژنې بیا شروع شوي دي.

د نومبر په دولسمه نیټه هم په شمالي وزیرستان ضلع کې د سړک په غاړه بم چاودنه کې د پاکستان پوځ درې عسکر وژل شوي او یو بل عسکر زخمي شوی وو.

د پوځ د مطبوعاتو څانگې ويلي وو د پوځ عسکر د معمول گزمې یا گشت په مهال د ايي ايي ډي یا د دېسې بم د چاودیدو له امله ووژل شو.

په کال 2014 کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "ضرب عضب" په نوم عملیات کړي وو. د پاکستان پوځ څو ځله ويلي دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده.