لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل شريف : شمالي وزيرستان به د ترهگرو نه په بشپړه ډول پاکوي


ائي اېس پي ار وايي تيره ورځ د شمالي وزيرستان په ديگان او بويه سيمه کې کامياب فضائي عمليات ترسره شوي وو ، او په هغې کې ۱۴۰ ترهگر وژل شوي وو ، چې زياتره پکې ازبک وو .
ائي اېس پي ار وايي تيره ورځ د شمالي وزيرستان په ديگان او بويه سيمه کې کامياب فضائي عمليات ترسره شوي وو ، او په هغې کې ۱۴۰ ترهگر وژل شوي وو ، چې زياتره پکې ازبک وو .
د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه وسله والو ترهگرو په ضد د "ضرب عضب" په نوم عمليات روان دي ، او د تازه عملياتو په اړه د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخو ا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې نن د گل په ورځ سحر د شوال علاقه کې دترهگر شپږ ځالي د جيټ الوتکو د لارې په هدف شوي ، او ۲۷ ترهگر پکې وژل شوي دي .
د ائي اېس پي ار په وينا د افغانستان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د پوځ په کاروان د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې شپږ عسکر وژل شوي ، او درې نور ژوبل شوي دي .
ائي اېس پي ار وايي تيره ورځ د شمالي وزيرستان په ديگان او بويه سيمه کې کامياب فضائي عمليات ترسره شوي وو ، او په هغې کې ۱۴۰ ترهگر وژل شوي وو ، چې زياتره پکې ازبک وو . په دوه ورځو کې د وژل شوؤ ترهگرو شمېره ۱۶۷ ته رسېدلې ده .
بل لور ته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د گل په ورځ عزم څرگند کړی ، چې په شمالي وزيرستان کې د "ضرب عضب" عملياتو مقصد د سيمې څخه د ټولو ترهگرو نوغی ويستل او د هغويي ځالې ختمول دي . نوموړي وئيلي چې د ترهگرو د خاتمې او د هغويي د پټو ځالو د تباه کولو پورې به دغه عمليات دوامداره ساتلی شي .
جنرال راحيل شريف دغه خبرې پلازمينه اسلام اباد کې په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې يوې غونډې ته د وينا په مهال کړي دي . نوموړي خپله وينا کې د ملک د داخلي او خارجي سيکيورټۍ سره شمالي وزيرستان کې د روانو عملياتو په اړه هم تفصيل وئيلی دی .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې لخوا جاري شوي تازه بيان کې وئيل شوي ، چې شمالي وزيرستان کې ټاکل شوی روان اپرېشن تراوسه د ابادۍ په علاقو کې نه دی شورو کړی شوی ، او د شمالي وزيرستان د نورو قبائيلي سيمو سره لگېدلې پولې د ترهگرو د اوړيدو له کبله ځواکونو تړلي دي .
د پوځ په بيان کې زياته کړی شوې ، چې د ميرعلي او ميران شاه سره سيمه کې د ترهگرو ځالي په گېره کې اخيستل شوي ، او تېره شپه ميرعلي کې اووه ترهگرد تېښتې په مهال ، او درې نور سنائپرو په نخښه کړي دي . او تېره شپه په دغه سيمه کې ترهگرو سره په جهگړه کې درې عسکر هم ژوبل شوي دي .
ائي اېس پي ار وايي په ټول هېواد کې په حساسه تنصيباتو او نورو اهمو ودانو د سيکيورټۍ کلک گامونه پورته کړی شوي ، او پوځي ځواکونه د قانون نافذؤنکو ادارو د مرستې دپاره چمتو کړی شوي دي .
د دې ترڅنگ د افغانستان سره په پوله هم کلک امنيتي تدابير نيول شوي ، چې ترهگر د سيمې نه ونه تښتي . او افغان ځواکونو ته هم د پولې پورې مخ ته د تښتېدونکو ترهگرو په ضد دعملياتو وئيل شوي دي .
د پوځ په وينا د سمي څخه د کډې کېدونکو خلکو وتل به په حفاظت سره کولی شي . او پوليټيکل انتظاميي او ډيزاسټر منيجمنټ د کډوالو دپاره د ضروري سامانونو دپاره تيارۍ مکملې کړي ، او په بنو کې د کډوالو د رجسټرېشن دپاره کميپ جوړ کړی شوی دی .
بلې خوا ته د تحريک طالبان پاکستان لخوا مطبوعاتو ته په جاري شوي يو خبر کې غېرملکي سرمايه کارانو ، د هوا بازۍ کمپنو او ملټي نيشنل ادارو ته گواښ شوی ، چې پاکستان سره خپلې اړيکې په فوري توگه وځنډوي ، ملک پرېدي کنه د خپل تاوان زمه وار به په خپله وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG