پوځي هليکاپټرو د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان په شمال کې په هغو درېیو غرختونکو پسې وګرځېدل کوم چې د کې-ټو غره د ختلو په کوشش کې لادرکه شوې دي. په دغو درېیو تنو غرختونکو کې دوه یې بهرنیان دي.
د غرختلو د چارو تنظیموونکې یوې ادارې ویلي چې د آیسلېڼد شهري جان سنوري، د چیلي شهري خوان پابلو موهر، او ورسره یو پاکستانی غرختونکی محمد علي صدپره د جمعې په ورځ کې-ټو غره ته د ختلو په لاره کې و چې د کېمپ سره یې رابطه ورکه شوه.
د پاکستان تر ټولو جګ غر، کې-ټو (K2)، ۸۶۱۱ متره لوړ دی، او داسې ښکاریږي چې دغه غرختونکي د ورکېدو نه مخکې، تر ډېره اندازې پورې د غره څوکې ته نږدې شوي و. مخکې تر دې چې د غره څوکې ته د رسېدو دپاره آخري کوشش پیل کړي، جان سنوري په ټويټر خپل تصویر هم خپور کړی و.
K2 - 8.611m summit push on the 5th February , Friday morning after noon PKT. Please follow us https://t.co/tEBxpdLl2cFinally summit push has started ❤️@john_snorri @ali_sadpara @EliaSaikaly pic.twitter.com/r0KM126iIi
— John Snorri (@john_snorri) February 4, 2021
د پاکستان د الپاین کلب یو ویاند کرار حیدري وي او اې ته ویلي چې کله دغه درې غرختونکي د کې ټو غره اته زره متره لوړوالي ته ورسېدل، نو د غره لاندې کېمپ سره یې رابطه ختمه شوه.
د دوی د لټون او نجات عملیات د خالي/شنبې په ورځ پیل شول، خو تر اوسه یې کومه نښه نښانه نده موندل شوې.
حیدري دا هم وویل چې د هېلیکاپټرو نه بغیر، د پاکستان دوه تنه باتجربه غرختونکي هم غره ته ختلي چې ورک شوي کسان پیدا کړي.
د آېسلېنډ خارجه وزیر د خالي/شنبې په ورځ د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره هم په ټلیفون خبرې کړي دي چې د خارجه دفتر د بیان ترمخه، ښاغلي قریشي د آیسلېنډ خارجه وزیر ته ډاډ ورکړی چې پاکستان به د هغه هېواد د لادرکه شوي غرختونکي د پیدا کولو او نجات ورکولو دپاره خپل ټول کوششونه وکړي.
بل اړخ ته د پاکستان یو تجربه کاره غرختونکی، نذیر صابر چې یو وخت په کامیابۍ سره د کې ټو غره په څوکه ختلی و، اوس ویلي چې د درېیو لادرکه شویو غرختونکو د ژوندي پیدا کېدو امکان ډېر کم دی.
نذیر صابر وایي، «د کې ټو غره په سر د اته زره مترو نه جګه کې، هغه هم د ژمي په موسم کې د هر انسان دپاره د لسو ګېنټو نه زیات د ژوندي پاته کېدو چانس ډېر لږ دی.»
تېره میاشت د نېپال هېواد د غرو ختونکو لس کسیزه ډله د کې ټو غره څوکې ته وختله، او دا ړومبي کسان و چې د ژمي په موسم کې یې د کې - ټو غره څوکه فتح کړله.
کې – ټو غر د قراقروم په غرنیزه سیمه کې د چین له سرحد سره پروت دی. د دې غره څوکې ته تر اوسه ۳۳۷ کسان رسېدلي دي، او لسګونه تنان په دې کوشش کې مړه شوي هم دي.