د پاکستان داقليتي چارو وزير شهباز بهټي دوژنې په ضد دهيواد په بيلا بيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي او گڼو نړيوالو مشرانو دهغه دوژنې غندنه کړې ده.
په عين حال کې دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دوفاقي وزير شهباز بهټي په وژنه هيواد کې ددريوؤ ورځو قومي ماتم اعلان کړى دى.
دزيارت په ورځ دوزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دشهباز بهټي په ماتم کې به دجمعې په ورځ په ټولو حکومتي ودانيو قومي بيرغ نيم کښو وي.
بيان کې يوسف رضا گيلاني وئيلي دي دپاکستان په بيرغ کې سپينه برخه داقليتونو نمائندگي کوي او او دا داقليتونو دخيرښيگړې باوري کولو لپاره دپاکستان دارادې څرگندونه کوي.
دعيسائي ورورولۍ سره تعلق لرونکى وفاقي وزير شهباز بهټي دشورو په ورځ سحر مهال دپاکستان پلازمينې اسلام ااد کې هاغه مهال دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوى ؤ کله چې هغه دمور دکور څخه دفتر ته روانيدو.
ددغه پيښې په مهال دوفاقي وزير ساتونکي دهغه سره ملگري نۀ وؤ.
دپاکستاني طالبانو يوې ډلې دشهباز بهټي دوژنې ذمه واري قبوله کړې اوادعا يې کړې ده چې وفاقي وزير دنامورس رسالت قانون په مخالفت وژل شوى دى.
دشهباز بهټي دوژنې په ضد کراچۍ، لاهور او دکوئټې په شمول دهيواد په گڼو ښارونو کې اودهغه دملاتړ کوونکو او عيسائي ورورولۍ لخوا احتجاجي مظاهرې وشوې.
دغو مظاهرينو دحکومت څخه دشهباز بهټي دوژونکو دسمدستي نيولو غوښتنه کوله.
دپاکستان وفاقي داخله وزير رحمان ملک لخوا پوليسو ته د هغه دوژنې دابتدائي پلټنيز راپور په راتلونکو دوؤ ورځو کې دوړاندې کولو وينا کړې ده.
ښاغلي ملک دوفاقي وزيرانو دامنيتي انتظاماتو دنورو سختولو امر هم کړى دى.
وژل شوي وفاقي وزير تيره مياشت وائس اف امريکا سره خبرو کې پخلى کړى ؤ چې هغه ته دطالبانو او القاعده له لوري دړکې ورکړل شوي خو دهغه وينا وه چې ددغو دړکو څخه دويريدو په ترڅ کې به هغه دعيسايانو او نورو اقليتونو دحقونو لپاره خپلې هلې ځلې نۀاودروي.
په پاکستان کې دتيرو دوؤ مياشتو په مهال دا دوهم مهم سياسي مشر دى چې په ظاهره دتحفظ ناموس رسالت په قانون کې داصلاحاتو په ملاتړ وژل شوى دى.
ددې څخه وړاندې په څلورمه جنورۍ دپنجاب گورنر سلمان تاثير دهغه يو ساتونکي پوليس عسکر په ډزو کولو سره وژلى ؤ.
وروستو دسلمان تاثير وژونکي منلې وه چې هغه گورنر تاثير دتحفظ ناموس رسالت په قانون کې دبدلون په پلوۍ دبيان ورکولو له امله وژلى دى.
دپاکستان وزيراعظم په ډاگه وئيلي دي چې دهغه حکومت دتحفظ ناموس رسالت په قانون کې دبدلون کولو اراده نۀ لري.
د ملکي او غيرملکي سياسي مشرانو لخوا دشهباز بهټي دوژنې سخته غندنه شوېده.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وئيلي دي ددغه رقم گامونو سره به دمذهبي انتها خوښۍ په ضد دجگړې قومي اراده نۀ اغيزمنه کيږي.
دعيسايانو دروحاني مرکز ويټيکن څخه جاري شوي بيان کې دشهباز بهټي وژنه دتشدد تر ټولو بده پيښه گرځول شوې، بيان کې وئيل شوي دي ددغه وژنې څخه دپوپ ددې بيان پخلى کيږي چې پکې هغه په سيمه کې اوسيدونکو عيسايانو ته دپيښو خطرو په لوري اشاره کړې وه.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دشهباز بهټي دوژنې غندنه کړې او دپاکستان په حکومت يې ټينگار کړى چې داقليتونو دحفاظت باوري کولو او په ټولنه کې زغم ته دودې ورکولو لپاره گامونه واخلي.
دامريکې صدر براک اوباما،خارجه وزيرې هيلري کلنټن او دسينيټ دخارجه کميټۍ مشر جان کيري هم دشهباز بهټي دوژنې غندنه کړې او هغه دکورنۍ غړو سره يې ديو والي څرگندونه کړې ده.
د شهباز بهټي په وژنه پاکستان کې ددريوؤ ورځو د ماتم اعلان
د شهباز بهټي په وژنه پاکستان کې ددريوؤ ورځو د ماتم اعلان