کرکټ کپ: پاکستان په سیمي فاینل کې د اسټرېلیا سره مقابله کوي

د سږکال ټي-ټونټي کرکټ نړېوال کپ سیالیو کې، پاکستان نن خپله پنځمه پرله پسې لوبه هم وګټله او په داسې حال کې د سیمې فاینل لوبو په خوا روان شو چې په ګروپي لوبو کې یې یوه هم نده بایللې او پوره لس نومرې یې ګټلي دي.

په سیمي فاینل کې به آینده شورو/چهارشنبې ورځ اېنګلنډ د نیوزيلنډ سره مقابله کوي، او د زیارت/پنجشنبې په ورځ به د پاکستان ټیم د اسټرېلیا سره لوبې ته ځي. د دې دوه لوبو ګټونکي به بیا د نړېوال کپ په سر، د نوامبر په څوارلسمه خپل منځ کې لوبه کوي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ پاکستان د سکاټلنډ په وړاندې لوبه کې، سکاټلنډ ته یو سل و نیوي (۱۹۰) ټارګېټ وټاکه. په شلو آورونو کې د پاکستان څلور وېکېټې وسوځېدې. په دویم میدان کې سکاټلنډ خپل شل آوره پوره کړل، مګر ځان یې هدف ته ونه رساوه او د شپږو وېکېټو په سوځېدو یې یوازې یو سل و اوولس (۱۱۷) رنزونه جوړ کړل. په دې توګه د پاکستان ټیم دا لوبه په دوه اویا (۷۲) رنزونو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی یا پلېئر آف دې مېچ هم د پاکستان ټیم بټسمن، شعیب ملک وټاکل شو چې په اتلسو بالونو کې یې وکړی شول څلور پنځوس (۵۴) رنزونه جوړ کړي. بابر اعظم هم په دې لوبه کې هف-سېنچري یا پنځوسیزه پوره کړه او ټولټال شپږشپېته رنزونه یې وکړل. د سکاټلنډ د ټیم، ریچي برېنګټن هف-سېنچري یا پنځوسیزه پوره کړه.

د کرکټ کپ په دویم ګروپ کې، چې پاکستان یې په سر کې دی، اوس ټولو ټیمونو خپلې لوبې پوره کړي او یوازې هند به سبا د نمیبیا سره خپله وروستۍ لوبه کوي. په دې ګروپ کې دوه کامیابه ډلې، یوازې پاکستان او نیوزيلنډ دي چې سیمي فاینل ته یې لاره موندلې ده.

د ۲۰۲۱ کال په ټي-ټونټی کرکټ کپ لوبو کې تر اوسه پاکستان تر ټولو نورو لوبډلو ښه ځلېدلی او هېڅ لوبه یې نده بایللې. په روان کرکټ کپ سیالیو کې تر اوسه تر ټولو زیات رنزونه پاکستاني لوبغاړي، بابر اعظم جوړ کړي چې د رنزونو شمېر یې په دې لوبو کې دوه سوه و څلورشپېتو (۲۶۴) ته رسېدلې ده. خو په یوه لوبه کې د هائی سکور یا ترټولو زیاتو رنزونو ریکارډ تر اوسه د اېنګلنډ جوس بټلر سره دی چې په یوه لوبه کې یې یو سل و یو (۱۰۱) رنزونه جوړ کړل.

ها خوا په اول ګروپ کې ټولې ګروپي لوبې ختمې شوي دي. اېنګلنډ د خپلو پنځو لوبو نه، څلور یې ګټلي او اسټرېلیا هم د پنځو نه څلورې ګټلي چې دواړه یې په اتو اتو نومرو سره، سیمي فاینل ته کامیابې شوي دي.