ټې ټونټې ورلډ کپ کې پاکستان نیوزي لینډ ته ماتی ورکړو

شاهد آفریدي په تیرو څو میچونو کې څه خه لوبه نه ده کړی نو ځکه د کرکټ پوهان دا میچ د آفریدي لپاره هم ډیر مهم ګنړي

سرې لنکا کې د ټونټې ټونټې په روان ورلډ کپ کې نن د اتوار په ورځ پاکستان نیوزي لینډ ته ماتی ورکړو.
پاکستان ټاس د گټلو ورستو وړمبی د بیټنگ فیصله ووکړه او ١٧٧ رنز يي جوړ کړل. د پاکستان د طرفه تر ټولو زیات رنز ٥٦ ناصر جمشید جوړ کړل.
د پاکستان په ځواب کې ١٦٨ رنز جوړ کړل او دا رنگ پاکستان په ١٣ رنز دغه مقابله ووگټله.
د پاکستان د طرفه سید اجمل بهترین بالنگ ووکړو او څلور وکټې يي واخستې.
د ګروپ ډي دغه میچ د سري لنکا په پالکیلي ګراونډ کې د پاکستان روان دی.
په روان ټورنامنټ کې دا د پاکستان وړومبۍ مقابله ده. او په مجموعي توګه دا د ټورنامنټ نهمه لوبه ده.نیوزي لینډ په ټورنامنټ کې د بنګله دیش خلاف میچ خپل اولنی میچ ګټلی او په دغه میچ کې د نیوزي لینډ برینډن کیولم ډیره خه لوبه کړی وه..

د پاکستان کرکټ ټیم کپتان محمد حفیظ یوه ورځ وړاندي مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ويیلي وو په ننۍ میچ کې به یواځي په سپن بالرانو باور نه کوؤ او د موسم د حالاتو سره سم به د تیزو بالرانو نه هم ګټي ترلاسه کوي.
د سري لنکا پالکیلي ګروانډ د بیټنګ د پاره خه ځایي یادیږی او په دي میدان د پاکستان ریکارډ څه خه نه دی. هم نن دغلته د باران امکان هم شته.
پاکستان تر ننه پوری د ټي ټونټي ۵۸ میچونو کې ۳۴ ګټلي او ۲۲ يي بیللي ولي نیوزي لینډ په ۵۴ میچونو کې ۲۶ ګټلي او ۲۵ يي بیللي.