د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د مشهور هنر مند سردار علي ټکر فن او هنر ته د پېرزوينو وړاندې کولو لپاره ارګ ته بللی

د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د پښتو مشهور هنر مند سردار علي ټکر فن او هنر ته د پېرزوينو وړاندې کولو لپاره د ولسمشر ماڼۍ ارګ ته بللی دی

د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د پښتو مشهور هنر مند سردار علي ټکر فن او هنر ته د پېرزوينو وړاندې کولو لپاره د ولسمشر ماڼۍ ارګ ته بللی دی.

د افغانستان د سرحداتو او قبایلي چارو وزير ښاغلي محب الله صمیم وي او ای ډیوه ته وویل د صدر غني په خواهش یې سردارعلي ټکر ته بلنه امریکا ته ورلیږلې.

په امریکا کې میشت پښتون هنر مند سردار علي ټکر وي او ای ډیوه ته وویل ویاړکوي چې په ارگ کې ورته د درناوي دستوره جوړیږي.

ښاغلی ټکر وايي له صدارتي درناوي نه پرته دې ته هم ډېر خوشاله دی چې افغانستان ته به سفر وکړي.

د ښاغلي ټکر په غږ کې د وتلي پښتون شاعر غني خان کلامونه په عام او خاص کې ډېر مقبول دي.

ښاغلی ټکر د غني خان د کلامونو د ریکاډنگ لپاره په 1985 کې د افغانستان سفر هم کړی ؤ او هلته ېی د مشهورو نظمونو ،چې مستي وی او ځواني وی، زه یم ناست په تصورکې په گډون 37 کلامونه ریکارډ کړي وو.

ښاغلي صمیم وویل د ښاغلي ټکر په غږ کې د غني خان کلامونه نه یواځې د صدر غني خوښ دي ولې په لر او بر کې گڼ مینه وال لري.

ښاغلي ټکر ته په مارچ 2019 کې د پاکستان حکومت د موسیقۍ او هنر په میدان کې د خدمتونو په سر د امتیاز تمغہ او په کال 1996 کې د موسیقۍ په میدان کې د خدمت په سر د هیواد ستره اولسي جایزه تمغہء حسنِ کارکردگي هم ورکړې وه.

د ښاغلي ټکر یو بل اعزاز دا دی هغه په کال 2014 کې د نوبل د جایزو د ویش په وخت په ناروی کې د پښتو سندره "ته بي بي شيرينه" ویلی وه. دغه سندره د نوبل انعام گټونکې پښتنې پېغلې ملالې یوسفزۍ ته ډالۍ شوې وه. د سندرې لیکوال بهروز خان وحدت دی.

سردار علي ټکرد تېرو لسو کلونو راهسې په امریکا کې د وي او ای ډیوه په واشنگټن کې همکار دی.

ښاغلی ټکر د پښتونخوا د مردان ضلعې په تاریخي کلي ټکر کې د حاجي زرنوش خان کره په 15 جولاي 1956 کې زیږدلی دی.

ښاغلی ټکر وايي د موسیقۍ سره یې مینه له ماشوموالي وه.

ښاغلي ټکر په ریډیو لومړی پروگرام په 1982 کې "زلمی کول" کړی وو.

دغه پروگرام د ښاغلي ټکر د موسیقۍ په میدان کې وړومبی گام وگرځیده.

سردار علي ټکر په ټیلي وژن وړومبۍ سندره فولک (شنه بنگړي دې مات شه) ویلې وه.

خو ښاغلي ټکر نړیوال نوم هغه وخت پیدا کړلو چې د شلمې پېړۍ د نظم منفرد پښتون شاعر غني خان کلامونه یې ریکارډ کړل.

د ښاغلي ټکر د اتیایم په لسيزې کې شورو شوی د موسیقۍ دغه سفر لا روان دی.