لاهور: د پخواني گورنر سلمان تاثیر زوی تښتول شوې دې

لاهور: د پخواني گورنر سلمان تاثیر زوی تښتول شوې دې

د پاکستان د پنجاب صوبې د وژل شوي گورنر سلمان تاثیر زوۍ شهباز تاثیر د لاهور ښار نه تښتول شوې دی.
عیني شاهدانو پولېسو ته ویلي دي چې نامعلومه وسله والو د شهباز تاثیر گاډی په گلبرگ سېمه کې د اودرولو وروسته په زور د ځان سره بوتلی دی.
پخوانې گورنر سلمان تاثیر په روان کال د جنوری په میاشت کې خپل ساتونکي په ډزو سره وژلې ؤ او د هغه کورنۍ تحفظ لپاره حکومت پولیس ځواکونه هم گمارلي دي.
خو پولیس وایي چې کوم وخت شهباز تاثیر اغوا شوې دی هغه وخت نوموړي سره د هغه کوم ساتونکې نه ؤ.
د پنجاب په پایه تخت لاهور کې په روانه میاشت کې د تښتونې د دویمه غټه پېښه ده.
د دی وړاندی په 13م اگست د پرمختيائي چارو ماهر امريکائي وگړى وارن وائنسټائن هم نه معلومه وسله والو تښتولی دی چې تراوسه راخوشې کړی شوې نه دی.
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني د شهباز تاثیر د تښتونی سخته غندنه کړې ده او ویلي چې حکومت به یې د هغه خوشې کولو لپاره صوبایي حکومت سره پوره پوره مرستې کوي.