لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تښتول شوي امريکائي وگړي دراخوشې کولو په اړه اطلاعات رد


د تښتول شوي امريکائي وگړي دراخوشې کولو په اړه اطلاعات رد
د تښتول شوي امريکائي وگړي دراخوشې کولو په اړه اطلاعات رد

پاکستاني استخباراتي چارواکو د زيارت په ورځ دهاغه راپور ترديد کړى چې پکې وئيل شوي وؤ دوه اوونۍ دمخه دنامعلومو کسانو لخوا تښتول شوى دپرمختيائي چارو ماهر امريکائي وگړى وارن وائنسټائن پوليسو په حفاظت سره راخوشې کړى دى.
داستخباراتي چارواکو په وينا دزيارت په سحر ترسره شوي حفاظتي عمليات ناکامه وؤ.
له دې وړاندې پوليس چارواکو او مقامي ميډيا داسې راپورونه ورکړي وؤ چې پوليس چارواکو دزيارت په ورځ دپنجاب صوبې په خوشاب ښار کې سحر مهال ترسره کړو عملياتو کې 70 کلن امريکائي وگړى راخوشې کړى دى.
دلاهور دپوليسو يولوړپوړي مشر احمد رضا طاهر پخپله حواله خپارۀ شوي هاغه خبرونه رد کړي چې پکې دوائنسټائن دراخلاصيدو ادعا شوې وه.
خو دخارجه وزارت وياندې تهمينه جنجوعه په اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دامريکائي وگړي دراخوشې کولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل هغه په سملاسي توگه ددغه خبر پخلى نۀ شي کولى.
په اسلام اباد کې امريکائي سفارت خانې هم په يو لنډ بيان کې وئيلي چې دډاکټر وائنسټائن دراخوشې کولو په اړه دخبرونو پخلى نۀ شي کيدلى، مونږ ته تر دې مهاله داسې کوم اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي چې په اساس يې دوائنسټائن دراخوشې کيدو پخلى وشي خو دمثبت پرمختگ هيله لرو.
په راپور کې دا ادعا هم شوې وه چې دوائنسټان درک ددريوؤ شکمنو کسانو څخه دترلاسه شوؤ معلوماتو او دملزمانو دموبائيل فونونو دکالونو دڅارنې کولو سره ولگيدو.
خو په لاهور کې ديو لوړپوړي استخباراتي چارواکي بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل هغه تر دې مهاله نۀ دى راخلاص شوى.
دلاهور دپوليسو يو مشر احمد رضا طاهر يوه ورځ وړاندې ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ پوليسو په دغه پيښه کې ککړ درې ملزمان دوزيراباد او فيصل اباد څخه نيولي او ډير زر به ډاکټر وائنسټائن راخوشې کړل شي.
دغه استخباراتي چارواکي دلاهوردپوليسو په مشر احمد رضا طاهر تيره ورځ دورکړي دغه بيان له امله هم نيوکه وکړه او وې وئيل چې دهغه ددغه بيان له امله دامريکائي وگړي دراخوشې کولو په اړه خفيه اپريشن ته زيان ورسيدو.
دغه چارواکي وويل چې په خوشحاب کې نن سحر عمليات ترسره شول خو تښتونکي ددغه ځايې څخه تلي وؤ او عمليات ناکامه شول.
ډاکټر وائنسټائن لږ ترلږه اتوؤ نامعلومو کسانو د12 او 13م اگست په مينځنۍ شپه په لاهور کې دخپل کور څخه تښتولى ؤ، ښاغلى وائنسټائن په امريکا کې دقائم ديو تنظيم جى اي آسټن ايسوسي ايشن دپاکستان مشر دى.
پلټونو دامريکائي ماهر په کور دولاړو ساتونکو په شمول دگڼ شمير کسانو څخه په تپوس پوښتنو کولو کې بوخت وؤ او پوليسو ديو شکمن تښتوونکي خاکه هم جاري کړې وه.
دصوبائي چارواکو وينا وه چې دپلټنو عمل کې مقامي ادارو ته دامريکائي خفيه ايجنسۍ ايف بي ائي مدد هم ترلاسه ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېنیل کرټز: داسې نه ګڼم چې د اسرایل او حماس جګړه دې ژر ختمه شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG