پاکستانې پولیس وایي د لاهور نه د تښتول شوی 70 کلن امریکایي وگړی وارن وائن سټائن به ډیر زر راخوشې کولو کې بریالي شي. پولیسو د شورو په ورځ ویلي په دغه لړ کې یې درې کسان نیولي دي خو د نیول شوؤ کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
دوي زیاته یې کړه چې نیول شوي کسان د هغه نېټ ورک برخه دي چې امریکایي وگړی وارن وائن سټائن یې تښتولی دی.
په 14م اگست په سحر مهال خواؤشا اته نامعلومه وسله وال د لاهور په ماډل ټاؤن سيمه کې د ښاغلي سټائن کور ته ورننوتل او دغلته گمارلي ساتونکي يې په پړو دتړلو وروسته امريکائي وگړى د ځان سره بوتلو.
تېره اونۍ پولیسو د یو شکمن تښتونکي خاکه هم خپوره کړې وه.
د پلټنو لړ کې نيول شوؤ شکمنو کسانو کې د پيښې په مهال کور کې دموجود دشخصي کمپنۍ ساتونکي هم شامل دي.
دپرمختيائي کارونو ماهر وائن سټائن دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې پاکستان کې ميشت ؤ او دهغه دوفاق تر انتظام لاندې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دشخصي امريکائي کمپنۍ جى اي آسټن اينډ ايسوسي ايشن دپرمختيائي منصوبو سره تړلى ؤ، داطلاعاتو ترمخه ددغو منصوبو دمکمليدو څخه وروستو هغه په 15م اگست خپل هيواد ته ستنيدونکى ؤ.
پوليس وائي دتښتونکو ځينې ملگري دپيشمنې په مهال په ډيوټۍ دموجودو ساتونکو سره په خوراک کې دشامليدو په بهانه کور ته ننوتل او دټولو کسانو په پړو دتړلو وروستو يې دوائن سټائن ډرائيور په دې مجبور کړو چې هغه دامريکائي وگړي دروازه وټکوي او دکمرې څخه يې بهر راولي.
تيره مياشت بلوچستان کې ديو امريکائي امدادي تنظيم اتۀ پاکستاني ملازمين هم نامعلومو کسانو تښتولي وؤ چې تر دې مهاله لا درکه دي.
پولیس وایي د لاهور نه تښتول شوی امريکائي وگړی به زر خوشې کړل شي