لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: تمه لرو چې لویه جرګه بین الافغاني خبرو، دایمي ډزبندۍ او سولې ته لار هواره کړي


واشنګټن ــــ امریکې په کابل کې د سولې او د پاته طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه را بلل شوې جرګه ستایلې او تمه یې څرګنده کړې دا جرګه به د طالب بندیانو د ژر خوشي کېدو پرېکړه وکړي چې د بین الافغاني خبرو په مخ کې وروستی خنډ دی.

د امریکې خارجه وزیر مایک پمپېو په دې اړه یو ټویټ هم کړی او ویلي یې دي "د لویې جرګې ګډونوال ستایم چې په افغانستان کې د سولې لپاره پر ملي ملاتړ یووالي ته را غونډ شوي‌ دي. تر څلوېښت کلن جنګ، وینو تویېدو او تباهۍ وروسته ښکېل اړخونه تیار دي چې دې شخړې ته د خبرو له لارې سیاسي حل ولټوي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ پخپل بیان کې ویلي، طالبان تیار دي چې که یې دغه پاته بندیان ژر خوشي شي نو د افغانستان د سولې له ملي ټیم سره خبرې به پیل کړي.

په بیان کې ویل شوي طالبانو دا ژمنه هم کړې چې د خبرو له پیلېدو سره به تشدد او پېښې را کمې کړي او د مذاکراتو ښکېل اړخونه به له سیاسي لارې پرېکړه وکړي چې دا اوږده جګړه پای ته و رسوي او پر مستقله او پراخه جنګ بندي سره رضا شي.

بیان وایي امریکا اراده لري چې طالبان پر خپلو ژمنو ټینګ وساتي. وایي دوی پوهېږي چې د پاته طالب بندیانو خوشي کول عادي خبره نه ده، خو وایي دا سخت ګام به د سولې په برخه کې د ارزښت وړ نتیجه ورکړي:

"امریکا پر ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، پر نورو افغان مشرانو او د لویې جرګې پر ګډونوالو ټینګار کوي د سولې لپاره له دې تاریخي موقعې دې ګټه واخلي چې هم به یې افغانانو ته ګټه ورسېږي او هم به د سیمې او نړۍ د امنیت او ارامۍ لپاره ګټه ولري".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، د ټرمپ انتظامیه له افغانستان سره همکارۍ ته ژمنه ده او امریکا یو خپلواک، متحد او جمهوري افغانستان غواړي چې وایي پخپله د افغانستان او د ګاونډیو په ګټه دی، خو وایي د دې تر څنګ امریکا دې ته هم ژمنه ده چې د امریکې د خلکو بوج او پوځ خطر هم په افغانستان کې را کم کړي:

"له افغانستانه د ترهګرۍ پیدا کېدونکي ګواښونه نور باید امریکا او زموږ متحدینو ته خطر نه شي. موږ تیار یو چې خپل دې مقصد ته د رسېدو لپاره له خپلو افغان امنیتي ملګرو سره امنیتي مرستې روانې وساتو".

خو وایي د افغانستان د مستقبل پرېکړه به خپله افغانان کوي او امریکا په افغانستان کې له 2001م کال راهیسې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي لاسته راوړنو د ساتنې او دوام کلک ملاتړ کوي، چې وایي په دې کې د د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د جمهوري او بشري حقونو خوندي کول هم شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG