لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان اؤ کشمیر په معاملو دجوبائیډن انتظامیې په احتمالي تګلاره څېړونکي څه نظر لري؟


څېړونکي وایي دجوبائیډن په حکومت کې به هم د افغانستان په اړه د امریکا اوسنۍ تګلاره دوام ولري خو د کشمیر په اړه امکان دی چې امریکا د پاکستان د دریځ ملاتر ونه کړي.

څېړونکي په دې اند دي چې ولې د امریکا د پاره د پاکستان ارزښت یوازې د افغانستان په لړ کې‌ دی خو ددې په پرتله بیا هندوستان اهمیت د ټولی اسیا دپاره دی .

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره ورځ نړیوال اقتصادي فورم ته پخپله وینا کي د افغانستان د روغي جوړې په اړه دخبرو پیل کولو دپاره د امریکا د تلونکي صدر ډانلډ ټرمپ تګلاره ستايلې وه او او هیله یې څرګنده کړې وه چي راتلونکی صدر جوبائیډن به هم افغانستان کې سولې دپاره دخبرو دغه تګلارې ته دوام ورکړي.

دپاکستان پخوانی سفارت کار آصف دراني وايی، هغه فکر نه کوي چې د افغانستان په اړه دامریکا تګ لاره کي څه بدلون راشي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي دراني ویلي د امریکا په سسټم کي که ریپبلیکن وي او که ډیموکریټ، تګلاره یې یو رقم وي، اوس دا دواړه افغانستان کي‌ ستړي شوي دي او غواړي چې د افغانستان څخه اوځي.

پخوانی سفارتکار زیاتوي چې د هندوستان سره استراتیژیکي اړیکې د صدر کلنټن د واکمنۍ په موده کې پیل شوې وې چې د صدر اوباما او بیا د صدر ټرمپ په واکمنۍ کي ورته وده ترلاسه شوه.

د ښاغلي اصف دراني تر مخه بل اړخ ته امریکا پاکستان د چین یو استراتیژیکي ملګری ګرځوي او امریکا او هندوستان په دې وروستیو کي دیو بل سره پراخه شوې اړېکې د پاکستان د پاره د اندېښنې خبره ده.

د نړیوالو چارو پوهه ډاکټر حسن عسکري وایی د صدر ټرمپ له اړخه به د پآکستان په اړه کله ښه او کله سخت بیانونه مخې ته راتلل خو اوس به په دې کي‌ استحکام ولیدل شي .

هغه وایي "ماحول به ښه وي چی له امله یې په سفارتی کچه د پاکستان او امریکا د اړیکو د ښه کیدو امکان دی"

وي او ای ډیوه ته ښاغلي حسن عسکري ویلي د امریکا ګټي په پاکستان کي دننه نه بلکې د پاکستان ګیر چاپېره دي.

هغه وایي د امریکا راتلونکی صدر جوبائیډن به هم غواړي چې په افغانستان کې خبرې بریالۍ شي او په دې کي‌ به دوئ هم د پاکستان مرسته غواړي.

د نوموړي په وینا "که چرې خبرې کامیابې شوې نو د پاکستان او امریکا اړیکې نوري ښه کیدی شي اؤ که چرې ناکامه شوې نو امریکا په دې اړه د مرستي نه کولو تور پر پاکستان لګولی شي"

هغه دا هم وایی چي د پاکستان او هندوستان د اړیکو په اړه د امریکا د راتلونکي صدر جوبائیډن په تګ لاره کي څه بدلون نه شي راتلې .

حسن عسکري په دې نظر دی چې که چرې هندوستان د کشمیر پر معامله رضا شو نو امریکه هم ددې معاملې د هوارولو هڅې کولی شي خو هغه وایي چې دجوبائیډن حکومت به د پاکستان د دغه دریځ ملاتړ ونه کړي چې د کشمیر په اړه پریکړه د ملګرو ملتونو د قرارداد تر مخه وکړل شي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG