لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزارت: زلمی خلیلزاد به د افغان سولې لپاره خپلې مهمې دندې ته دوام ورکوي


واشنګټن ــــ د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انټوني بلینکن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه ‌یې غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. امریکې او طالبانو د زلمي خلیلزاد په هڅو تېر کال د سولې تړون وکړ.

طالبانو او افغان حکومت لا د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د پر ځای پاتېدو او کار ته د دوام ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل لومړني پریس کانفرنس کې وویل، له طالبانو سره کړي تړون ته بیا کتنه کوي چې پوه شي په دې تړون کې څه راغلي دي او د دواړو غاړو له خوا شوې کومې ژمنې عملي شوې دي. ښاغلي بلینکن وویل:

"له افغانستان سره په تړاو موږ پوهېدل غواړو چې له طالبانو سره د امریکې په تړون کې څه دي، موږ غواړو باوري شو چې په تړون کې یو بل سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي. موږ له زلمي خلیلزاده غوښتي چې خپلې مهمې دندې ته دوام ورکړي".

افغان حکومت څو ورځې وړاندې د امریکې د دې پرېکړې هرکلی کړی چې له طالبانو سره خپل تړون ته بیاکتنه کوي.

زلمی خلیلزاد د امریکې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ په مهال په 2018م کال کې د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د استازي په توګه ټاکل شوی وو، چې په دې څه دپاسه دوه کلنه موده کې یې د افغان سولې په تړاو په لسګونو ځله افغانستان، پاکستان، قطر، هند، روس او ګڼو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

په کابل کې سیاسي څېړونکی نجیب جامع وایي د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد پاتې کېدل د سولې د ولاړ حالت لپاره ښه ثابتېدای شي. جامع وایي زلمی خلیلزاد د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې تړون کوونکی دی:

"د زلمي خلیلزاد د دندې غزول د افغان سولې د پرمختګ او د بین الافغاني مذاکراتو د په ټپه درېدلي حالت لپاره ډېر ښه ګام دی، ځکه چې هغه په افغانستان کې د امریکې د سیاستونو په تېره نیمه پېړۍ مسایلو کې ښکېل شخص دی".

د سولې د چارو نیژدې څارونکي نصرت الله حقپال د وي او اې ډیوه خبریال حقمل روان سادات ته ویلي، د زلمي خلیلزاد پاتې کېدل د دې ښکارندویي کوي چې د امریکا نوې اداره هم غواړي د سولې بهیر پر مخ بوځي:

"پر خپله څوکۍ د خلیلزاد پاتېدل دا ښکاره کوي چې د بایډن اداره هم غواړي د سولې پروسه مخ ته لاړه شي، ځکه زلمی خلیلزاد په افغانستان کې پیدا شوی او د دې هېواد له جغرافیې، سیاست او ولسه کافي خبر دی چې شاید کم امریکایي سیاستوال دومره پرې خبر وي".

د افغانستان ولسي جرګې په قطر کې د سولې په خبرو کې پر ځنډ اندېښنه څرګنده کړې او د امریکې پر نوي حکومت یې ږغ کړی چې طالبان د تاوتریخوالي بندولو ته وهڅوي. ولسي جرګې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله غونډه کې پر حکومت هم نیوکې وکړې چې وایي د دولت په کچه د ځینو سیاستوالو شخصي غوښتنو هم د سولې پر بهیر سیوری غوړولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG