لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مشرانو په آنلاین غونډه کې د موسمي بدلون په ضد د مبارزې ژمنې وکړې


واشنګټن ـــ د موسمي بدلون په اړه آنلاین غونډه کې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو مشرانو برخه اخیستې، امریکایي صدر دې غونډې ته ویلي، په دې لسیزه کې به مونږ ته ضرور د موسمي د بدلون په اړه عملي ګامونه پورته کول وي ګنې د انتهایي بدو نتاییجو سره به دا نړۍ مخ شي.

د امریکا صدر جوبایډن د موسمي بدلون په اړه نړیوالې غونډې ته ویلي نړۍ به خامخا ددې وخت تر ټولو لویه ستونزه باندې قابو راولي.

صدربایډن د امریکا ګرین هاوس ګیس د کال 2030 پورې 52 نه 50 فیصدو پورې د راکمولو اعلان کړی دی. ده وویل هم ددې لسیزې پریکړې به د موسمي بدلون د انتهايي بدو نتایجو مخه نیسي. ښاغلي بايډن په تمامو هیوادنو خصوصاً په لویو اقتصادي هیوادونو باندې غږ وکړو چې خپلې هلې ځلې توندې کړي.

د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن د امریکایي صدر د اعلان ستاینه وکړه او ویې ویل د موسمي بدلون په ضد روانو نړیوالو هلو ځلو کې به ددې لوی اغېز وي.

د خبریالانو سره خبرو په وخت چې د امریکا موسمي بدلون په اړه ځانګړي استازي جان کیري نه پوښتنه وشوه چې ایا د صدر بایډن اعلان عملي کول ممکن دي؟ نو په ځواب کې ده ووئیل "هو"، خو چې کله ترې وپوښتل شول دا کافي دي نو هغه وویل "نه"، ده زیاته کړه مونږ ددې نه زیات نور هم څه کولی شو.

په کال 2005 کې د امریکې له خوا د کاربن ګیس اخراج د کمولو د ژمنې په اړه سپینه ماڼۍ وایي هلې ځلې یې روانې دي او تر ډېر حده پورې د کاربن نه پاکه بجلۍ جوړولو، د موټرو په لږو تېلو تر ډېرې فاصلې پورې د تلو صلاحیت سېوا کولو، په کارخانو کې د کاربن ګېس ایسارولو او د میتېن ګیس کارول راکمولو باندې کار شوی دی.

په غونډه کې د نړۍ تر ټولو زیاتې ابادۍ لرونکو هېوادونو چین او هند داسې کومه ژمنه نه ده څرګنده کړې.

د چین صدر شي جین پینګ وویل چې راتلونکو څو کلونو کې به یې هېواد د کولې کارول بیخي قابو کړي او د کال 2026 نه 2030 پورې به د پیټرولو تېل کارول مرحله وار راکم کړي او د لسیزي تر اخیره به ډېر حده پورې د کاربن ګیس اخراج ختم کړي.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي د امریکا سره د کال 2030 پورې د پاکې انرجۍ په ایجنډا د همکارۍ کولو اعلان وکړو چې د صفا ټیکنالوجۍ او شینکي سېوا کولو باندې په ګډه کار وکړی شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش غونډې ته وینا کې وویل مونږ له د شنې سیارې ضرورت دی خو نړۍ په ریډ الرټ ده. ده وویل مونږ لوی خطر ته بېخي نزدې شوي یو، باید بل ګام په سم اړخ واخیستل شي او هر چرته چې مشران دي عملي ګامونو ته راوړاندې شي.

یاده دې وي چې کال 2017 کې د امریکا د هغې وخت صدر ډونلډ ټرمپ په پېرس کې د چاپېریال د بدلون غونډې نه د امریکا د ویستلو اعلان کړی وو خو صدر جوبایډن د امریکا هغه پرېکړه واپس کړه.

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډیو هم د کال 2030 پورې د کاربن ګیس اخراج تر 45 فیصدو پورې د راکمولو ژمنه وښوده. د اروپایي اتحاد مشرې په خپله وینا کې وویل چې اروپایي هیوادونه به ضرور په دې لړ کې د ودانیو جوړولو او ټرانسپورټ باندې خپلې پالیسۍ عملي کړي.

د جرمني چانسلرې انګیلا مرکل د امریکا د موسمي بدلون په اړه نړیوالې غونډې ته د راتګ او د غونډې په راجوړولو هرکلی وکړو. د روس صدر ویلادیمیر پیوټن او د فرانس صدر ایمانویل مکران هم د موسمي بدلون د مخنیوي په اړه خپلې ژمنې څرګندې کړې.

د نړۍ خواوشا څلوېښتو هیوادونو مشرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخیسته.

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG