لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې معلومات ورکړي چې دوې تښتول شوې افغانې ښځې چېرې دي


طالبان په کابل کې په هوایي ډزو سره د ښځو د احتجاج مخه نیسي.
طالبان په کابل کې په هوایي ډزو سره د ښځو د احتجاج مخه نیسي.

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې یوناما په کابل کې د دوو ښځو په ورکېدو اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د هغوی په اړه معلومات خپاره کړي. په طالبانو تور دی چې دغه دوې ښځینه فعالې یې درې ورځې وړاندې د شپې له خپل کوره ایستلې او تر اوسه یې درک نه شته.

د جنورۍ د 19مې په شپه د کابل د پروان له سیمې ورکې شوې دوې ښځینه فعالې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل تر اوسه لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما هم د هغوی پر ورکېدو اندېښنه څرګنده کړې او د شنبې- خالي په ورځ یې پر ټویټر له طالبانو د هغوی د موندلو غوښتنه کړې ده. یوناما پر ټویټر لیکلي:

"ملګري ملتونه خپلې زیاتېدونکې اندېښنې بیا شریکوي. رپوټونه وایي دوې افغانې ښځینه فعالانې تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهېم خېل د تېرې چارشنبې- شورو په شپه له خپل کوره تښتول شوې دي. موږ له طالبانو غواړو د هغوی په اړه دې معلومات خپاره کړي چې دوی چېرې دي او د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه دې وکړي."

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو اندېښنې او غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د دغو دوو ښځو کورونو ته له ورتګ او د هغوی له تښتولو انکار کړی وو.

پر ټولنیزو رسنیو د یوې بې درکه ښځې تمنا زریابي پرواني یوه وېډیو هم خپره شوې چې هغه پکې پرېشانه ښکاري او په چیغو وایي طالبان یې د کور دروازې ته ولاړ دي. تمنا په دې ويډیو کې نارې وهي چې ورسره دې مرسته وشي:

"مهرباني وکړئ مرسته وکړئ، دوه طالبان مې کور ته راغلي، خویندې مې په کور کې دي، نه غواړم دا وخت راشئ، سبا راشئ، سبا به خبرې وکړو، تاسې باید دا نجونې دا وخت و نه وینئ، مرسته وکړئ مرسته".

رپوټونه وایي دغو بې درکه شویو ښځینه فعالانو د حجاب او د طالبانو د یو لړ نورو بندیزونو پر ضد د کابل ښار په وروستیو لاریونونو کې برخه اخیستې وه، د دغو ښځو وروستۍ مظاهره د جنورۍ پر 16مه وه، چې د دوی په وینا طالبانو یې د مظاهرې مخه نیولې وه او د ځینو ښځو پر مخ یې اوښکلن ګېس پاشلی وو.

د دغو تری تم شویو ښځو کورنۍ او ملګرې یې تور پورې کوي چې د طالبانو اړوند کسانو یې پر کور چاپه وهلې او له ځانه سره یې بېولې وې. افغانې سیاستوالې شکریې بارکزۍ په دې اړه وي او اې ډیوه ته وویل:

"طالبانو نوې قوه په لاس کې اخیستې چې ښځې ووېرېږي او بیا په ډېر غیرمسئولانه ډول وایي د دغې ښځې کور ته څوک نه دي تللي، حالانکې موږ ولیدل ښځه یې د سړک پر سر په مرمیو وویشتله او ویې وژله او بیا دوی وروسته هیڅ قسم مسئولیت نه اخلي".

د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په دغه پېېښه کې خپل لاس لرل رد کړل. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم وړمه ورځ پر ټویټر لیکلي چې د تمنا زریابي پریاني وېډیو یې کتلې خو وایي د دوی کسانو نه د هغې پر کور چاپه وهلې او نه یې نیولې ده.

بل لور ته د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل وړمه ورځ له طالبانو د یوې بلې افغانې ښځې عالیه عزیزي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. عالیه عزیزي د اشرف غني په تېر حکومت کې د هرات د ښځینه زندان مشره وه، د 2021م کال د اکتوبر میاشتې پر دویمه نېټه کار ته پر لار ونیول شوه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت جوړېدو پینځه میاشتې شوې دي خو لا هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، چې یو لوی خنډ یې په حکومت کې د ښځو نشتوالی او ښځو ته د کار او تعلیم اجازه نه ورکول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG