لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې حزب اختلاف د دولتي بېنک د خپلواکۍ د قانون مخه ونه نیولی شوه


د پاکستان په سېنټ کې د مخالفه ګوندونو د غړو اکثریت دی خو د دولتي بېنک د خپلواکۍ قانون سره د مخالفت باوجود هغوی د قانون د منظورۍ مخه ونه نیول شوه.

د رپوټونو تر مخه په پاکستان کې واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت لپاره د نړیوالې مالي ادارې ای اېم اېف نه د پور اخستلو لپاره د دغه قانون منظوري یو شرط وو.

ټاکل شوې چې ای اېم اېف به د فېبرورۍ په دویمه نېټه غونډه کوي او پاکستان ته به د یو ارب ډالرو د پور د اسانتیاو ورکولو پرېکړه کوي. د پاکستان په خواست د ای اېم اېف دغه غونډه څو ځله ځنډول شوې وه او علت یې د سټېټ بېنک په چارو کې د قانوني بدلون لانجه وه.

په ميډيا کې راغلي خبرونه وايي چې د حزب اختلاف د مشر او د پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګېلاني په ګډون د قانون د منظور کېدو په وخت د مخالفه ګوندونو اته سنېټران موجود نه وو.

ښاغلي ګېلاني ویلي یاد قانون د منظور کېدو په ورځ د سېنټ په اېجنډا کې نه وو. نوموړي د احتجاج په توګه د حزب اختلاف د مشر د څوکۍ نه د استعفا ورکولو وړاندیز هم کړی خو د هغه ګوند پیپلز پارټي دغه وړاندیز منلی نه دی.

ښاغلي ګیلاني په سېنټ کې د سټېټ بېنک په قانون کې د بدلون لپاره د سنیټ د چیرمېن صادق سنجراني په فیصله کن ووټ ورکولو نیوکې کړي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه ګیلاني ویلي چې په دې قانون کې د بدلون لپاره د مخالفو او حکومتي سنیټرانو یو شان ووټونه راغلي وو خو چیرمېن د حکومت په حق کې ووټ ورکړو چې دا قانون یې منظور کړو، د ګیلاني تر مخه،

"زما په خیال ته (سنجراني) باید بې پلوه پاتې شوی وې، ته د ایوان محافظ یې او باید د دواړو خواو تحفظ وکړې".

د سټېټ بېنک د خپلواکۍ قانون د جنورۍ په 27 مه د یو ووټ په اکثریت سره منظور کړل شوی وو.

د ډان ورځپاڼې تر مخه سټېټ بېنک ته د خپلواکۍ ترلاسه کیدو وروسته به د پاکستان حکومت د دې دولتي بینک نه پورونه نه شي ترلاسه کولی او هم به د دې بینک د ګورنر د نوکرۍ موده د درېو کالو په ځای پینځه و کالو ته غځولی شي.

په پخوانیو حکومتونو کې د اقتصاد مشیر قیصر بنګالي په یو ټويټ کې ویلي چې سټېټ بېنک به اوس د حکومت غلام نه وي.

په سېنټ کې د عوامي نیشنل ګوند سنیټر حاجي هدایت الله خان د ډیوه سره د ټلیفون د لارې په خبرو کې وویل د دوی سره ویره ده چې حکومت سټېټ بېنک نړیوالو مالیاتي ادارو ته وسپارلو، د هغه تر مخه،

"دا بېنک د قوم امانت دی، خو حکومت دا د اي اېم ایف ماتحت کړو".

له سنېټره چې ډیوه تپوس وکړو د بېنک د خپلواکۍ نه داسې تاثر ولې اخلي چې دا بېنک به وس د نړیوالو مالیاتي ادارو د واک او خوښې لاندې کار کوي نو هغه وویل،

"اعداد وشمار ښودل به ډېر وخت غواړي خو دا بېنک وس شتر بې مهار شو".

په سېنټ کې د مخالفو ګوندونو یو بل سنېټر مشتاق احمد هم د دې قانون په منظورۍ سختې نيوکې کړي دي، د ښاغلي مشتاق په خیال د سټېټ بېنک په خپلواکۍ د پاکستان خپلواکي او ایټمي پروګرام په خطر کې پرېوتي دي،

"پي ټي ايي ددې قانون په منظورۍ د ملک سره غداري وکړه".

په سېنټ کې د حکومتي څوکيو مشر وسیم شهزاد د مخالفو ګوندونو د نیوکو په ځواب کې ویلي دي چې د دوی رویه منفي ده، د هغه په خیال،

"کله چې د مخالفو ګوندونو خبره اومنل شي نو بیا هر څه سم وي خو چې داسې نه وي نو دوی ته بیا هیواد او جمهوریت په خطر کې ښکاري".

د پاکستان حکومت تیرکال د مارچ په میاشت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د 500 میلیونه ډالرو د پور د قسط ترلاسه کولو په مهال منلې وه چې د هیواد مرکزي بېنک ته به خپلواکه بڼه ورکوي او دې لړ کې مخې ته پراته ټول قانوني خنډان به ختموي.

د پاکستان دخزانې وزیر شوکت ترین تیره اونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وو چې دپاکستان په غوښتنه ایف ایم ایف د خپل اجرايیه بورډ غونډه تر دویمې فبرورۍ پورې ځنډولې ده او حکومت هڅه کوي چې د دغه غونډې نه مخکې د سېنېټ څخه د سټېټ بېنک په ترمیمي قانون کې منظوري واخلي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG