لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک کې د ناامنۍ احتجاج شوی، بنو کې د پي ټي اېم دوه مشران غړي نيول شوي


په ټانک ضلع کې د ناامنۍ اوبنیادي اسانتیاو د نشتوالي پرضد کاربندیز او احتجاجي مظاهره شوې بل لور ته د ډېره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې د تښتول شوي تن انصاف شیراني معلومولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی او غوښتنه کوي چې د هغه په تښتولو کې ککړ کسان دې معلوم شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي، بېګا شپه په بنو کې د غورځنګ دوه مهم فعاله مشران نيول شوي دي.

په ټانک ضلع کې نن ټول کاروباري مرکزونه او د تګ راتګ لارې تړل شوې او احتجاج کوونکو ویل په ضلع کې ناامني دي، د سړکونه، د صحت مرکزونه، سکولونه او څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي او نشه يي توکيو سره مخ دي.

د احتجاج یو ګډون وال او د ټانک ضلعې د ځايي خلکو د اېکشن کمیټۍ مشر محمد زمان بیټني وویل تر اوسه د سیلاب له امله اوښتي تاوان پېسې متاثره خلکو ته نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل د مجبورۍ نه يې احتجاج او کاربنديز وکړو او د دغه لارې د حکومتي چارواکو او منتخب استازو پام دې مسلو ته راواړوي.

ټانک د خېبرپښتونخوا هغه جنوبي ضلع ده چې د موجوده مرکزي حکومت د مواصلاتو وزیر اسد محمود او صوبې پارلیمان کې محمود بیټني هم د دې سيمې سره تعلق لري.

د ټانک په ننۍ مظاهره کې نزدې د هر سیاسي یا غېر سیاسي ډلو پلویانو برخه اخستې. تیره اونۍ ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم هم یوه لویه مظاهره کړې وه.

په نني احتجاجي لاریون کې د ملي جمهوري ګوند مرکزي مشر ننګیال بیټني وویل سیمه د ترهګرۍ لپاره نور زغم نه لري. هغه زیاته کړه ضلع کې د ترهګرۍ ترڅنګ د نشۍ توکو اډې جوړې شوي دي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د ضلعې د انتظامي مشر حمیدالله خټک او مرستیال مشر جمشید عالم سره د موبایل فون د لارې رابطه کړې خو دوی په دغه اړه د څه ځواب ویلو څخه ډډه وکړه.

بل لور ته د ټانک ضلعې نه تښتول شوي انصاف شیراني کورنۍ وایي حکومتي چارواکو ورته ویلي انصاف شیراني د تښتولو پرمهال وژل شوی دی. دوی وایی تر اوسه کورنۍ ته جسد نه دې ترلاسه شوی او که وژلی يې وي بیا دې په دې پېښه کې ککړ کسان مالوم کړی شي.

د نومبر په لومړۍ نېټه د ټانک پولیس وي او اې ډیوه ته ویلي وو د وزیراعظم لخوا اعلان شوې د سیلاب ځپلو د پاره د کورونو جوړولو پروژې د غېر دولتي ادارې چین سک درې کارکوونکي نامالومو کسانو تښتولي وو چې پکې د وزيراعظم هاوسنګ سوسايټۍ سپروايزر، جنرل منېجر او اکاونټنټ شامل دي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وویل دوه کسان د تښتوونکو د منګلو خوشي کړل شوي او انصاف شیراني یې وژلی دی.

ځینې سرچینې وایي تښتوونکو د کروړونو روپو تاوان ورکړل شوی دی.

د دغه پېښې پرضد د ډیره اسمعیل خان درازنده سیمه کې احتجاجي پرلت پېل کړی شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته ویلي انصاف شیراني ځکه وژل شوی چې د هغه تړاو د پښتونخواه سره وو او نور د پنجاب

وو تر اوسه په دغه پېښه وزیراعظم غلی دی هغه دې څرګند کړي چې نوموړی جرنېلي وزیراعظم دی که ولسي.

د دې ترڅنګ پښتون ژغورنې غورځنګ وایي په بنو کې پولیس د دوی دوه مشران نیول شوي دي خو پولیس دا دعوه ردوي.

د پي ټي ایم یو فعال ادریس پښتون وایي د غورځنګ د مرکزي کور کمېتۍ غړی صمد خان د کور نه بیګا د شپې پولیسو نیولی دی، هغه تور پورې کړو چې پولیس دوی ته وایي چې هغه له دوی نه بل چا وړی دی.

هغه وویل د پي ټي ایم د بنو معاون ګران وزیري سحر هغه ته ناشته وړې وه هغه هم ګرفتار کړی شوی دی. د ادریس په خبره تر اوسه عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي چې په کوم جرم یې نیولي دي.

وي او اې ډیوه د سټي تاڼې پولیسو مشر اېس ایچ اوسعد الله سره رابطه کړې هغه وویل دوی سره کومه ګرفتاري نه ده شوې او نه بندیوان دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG