لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين: مونږ په خپله خاوره نور جنګونه نه غواړو


منظور پشتين په چمن کې غونډې ته وينا کوي
منظور پشتين په چمن کې غونډې ته وينا کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، مونږ [پښتانه] نور په خپله خاوره جنګونه نه غواړو، د امن دپاره به د سوات نه تر چمن پورې يو غږ پورته کوو. په پښتون وطن کې يو انتشار جوړ دی او په نوي وخت کې د تشدد جوړولو په دې خاوره بيا جنګ جوړول غواړي.

منظور پښتین نن د جمعې په ورځ [9 دسمبر] د افغانستان سره په پوله پروت د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې غونډې ته په وينا کې وويل، په سوات کې ولسونو احتجاج وکړو د چمن پورې به يو کيږو د جنګونو پرضد به مبارزه کوو.

هغه وویل پوځي جرنېلان په سیاست کې د لاسوهنې نه کولو خبره کوي خو علي وزير په جېل کې دی مقدمې پرې جوړې دي او زیاته يې کړه په بلوچستان کې يې 17 ملګري په دې ونيول شو چې دوی به په چمن کې جلسه نه کوي نوموړي وويل د خپلو بندي ملګرو د خوشي کولو دپاره مبارزه کوو.

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پي ټي اېم مخکښ علي وزیر د کال 2020 راهسې د کراچۍ په جېل کې بند دی.

منظور پښتین په خپله وينا کې وويل، د چمن په دروازه د پښتون افغان قوم بې عزتي او ظلم زياتی کيږي د دې دروازې په اړه ناسمې پروپېګنډې کيږي پي ټي اېم به د چمن په ګېټ د هر احتجاج ملاتړ کوي، په دغه دروازه د افغانستان د خلکو سره هم ناوړه چلند کيږي پښتانه به يو کيږي او خپله خاوره به ابادوي د چمن، تورخم او انګورې اډې پولې په معمولي خبرې بنديږي، خو نور به مونږ دا نه منو.

د نومبر په میاشت کې د افغانستان سره د چمن په پوله د يو پاکستاني امنيتي عسکر د وژنې د پېښې وروسته دروازه د يوې اوونۍ پورې تړل شوې، چې له امله يې په پوله ګڼ شمېر کې خلک د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې شوي او د سوداګرو په وينا دوی ته د کروړونو روپو تاوان اوښتی وو.

له دغې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې او پکتيا ولايت ترمنځ په پوله د ځمکې په سر د شخړې د يوې پېښې وروسته د تجارت او تګ راتګ دپاره د خرلاچي پولې لاره هم تر لسو ورځو دپاره تړل شوې وه.

منظور پښتین وويل، پښتانه د پروپېګنډې او تشدد د لارې وېشل شوي چې تقسيم وي، پښتنو ته په خپل وطن کې ويل کيږي چې دلته به ځې دلته به نه ځې.

هغه زياته کړه، پښتون وطن د وسايلو نه ډک دی د ځمکې لاندې او ځمکې د باندې بې شماره وسايل دي، پښتون قام یو تاريخ لري خو پښتانه په خپله خاوره اختيار نه لري ځکه د دې خاورو خلک بهر په خوارو مزدرو پسې ځي، دلته بدامني ده، بې روزګاري، او بې تعليمي ده او د دې وطن استحصال کيږي.

منظور پښتین وويل، په 11 تاريخ به په ډېره اسماعيل خان کې مظاهره کوو، د ترهګرۍ پرضد به غږ پورته کوو، د پښتنو د بدحالۍ ختمولو دپاره به مبارزه کوو، د ظلم، جبر، استعماريت او غلامۍ پرضد به ودريږو.

د پاکستان اوسني حکومت او پوځ د پي ټي اېم په اړوند کوم ښکاره بيان نه دی ورکړی.

خو وړاندې د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

خو منظور پښتین تل دغه تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، دروغجن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG