لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستاني کمپنیو تور نوملړ ته غورځېدو سره د پاکستان ايټمي توان د اغېزو لاندې راتللی شي


څيړونکي د امريکا له خوا د روس سره دپوځي مرستو او د پاکستان ايټمي فعاليتونو پراخولو کې د مرستو په تور د پاکستاني کمپنيانو پشمول د٢٤ کمپنیو تور نوملړ کي دشاملولو پرپکړه د پاکستان لپاره په زیان بولي او وايي داسى پريکړو سره د پاکستان ايټمي توان او تحقيقي پرمختيا داغېزو لاندې راتللی شي.

دوي زياتوي امريکایي حکومت دا پريکړه د امريکا له خوا راتلونکي کې د پاکستان سره دترهګرى په ضد مبارزه کې دشريک پلان لرلو په دعوؤ هم سوالونه راپورته کوي.

دمطبوعاتي رپوټونو ترمخه د امريکا حکومت Dynamic Engenering corporation.EnerQuip private ltd,Rainbow solutions,NAR Technologies Genral Trading نومې کمپنۍ د پاکستان غير خوندي ايټمي فعاليتونو کې د مرستو په سر تور نوملړ کې شامل کړې دي.

څيړونکى ډاکټر ای ايچ نئیر وايي دا وړومبی ځل نه دى او په راتلونکى کې هم امريکا بيا داسى بنديزونه ځکه لګولى شي چې پاکستان هر وخت خپل ايټمي او ميزايل پروګرام کې د نوښت راوستو لپاره د مارکيټ نه آلات اخستو باندى مجبوره وي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې ډاکڼر نئیر وويل داسى بنديزونو سره نه يوازې د پاکستان دفاعي صلاحيتونو بلکې روايتي صنعت او پوهنتونونو کې تحقيق باندې هم ډير بد اثرات غورځيږي او دوي د عصري الاتو د کارولو نه محرومه پاتي شي.

د امریکایي حکومت دغه پريکړى ته لا د پاکستان لخوا څه غبرګون نه دى ښودل شوی خو کال ٢٠١٨ کې هم د امريکا له خوا په پاکستاني کمپنيو د بنديزونو پريکړې ته غبرګون کې پاکستان په دې اړه د امريکا نه بشپړه تفصيلات غوښتي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د خارجه وزارت وياند نيډ پراییس وېلي امريکا د ترهګرۍ او په ځانګړي ډول دلاقانونه ګرځول شوې وسله و الې ډلې تحريک طالبان پاکستان په ضد کاروايو لپاره د پاکستان سره د مرستو پلان لري.

د بهرنو چارو دڅيړونکي ډاکټر اعجاز خټک په نظر که څه هم د امريکایي حکومت له خوا د ٢٤ کمپنيو دنومونو په تور نوملړ کې د اچولو غرض روس له زورنه ورکول دي خـو وايي دې سره د پاکستان او امريکا دوه اړخيزه اړيکو کې د مثبت بدلون او راتلونکي کې دترهګرى په ضد دهمکارۍ په دعوو هم سوالونه راپورته کيږي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې اعجاز خټک وويل کتل کيږي به چې د نيډ پرایيس بيان او بيا د امريکا له خوا پاکستاني کمپنيو باندى بنديزونه سره تړلو چارو کې د پاکستان او امريکا حکومتونه څه تګلارى خپلوي؟

د پاکستان په ايټمي پروګرام په نړيوابه کچه وخت په وخت راپورته کيدونکي پوښتنو ته د پاکستان حکومت د خپل ايټمي اثاثو د کوټلي تحفظ پخلى کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG