لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو تر پوهنتونونو وروسته د نجونو ابتدایي سکولونه هم بند کړل; غني، کرزي او د اسلامي همکارۍ سازمان یې غندنه کړې


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو د بندولو ته د امریکې، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ د نړیوال سازمان او پاکستان په ګډون مخکینیو افغان ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي هم غبرګون ښکاره کړی او په دې اړه یې شدیده اندېښنه څرګنده کړې ده، بل لور ته رپوټونه وایي طالبانو پرون د نجونو ابتدایي ښوونځي هم بند کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته 460 ورځې تېرې شوې وې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتل شوي وو او د افغانانو په ګډون ټولې نړۍ تمه لرله چې دا سکولونه به ژر پرانیستل شي خو طالبانو وړمه ورځ د نجونو پوهنتونونه او پرون په کابل ښار کې لومړني ښوونځي هم بند کړل.

د کابل ښار د نجونو د سکولونو استادانې وايي طالبانو د نجونو لومړني ښوونځي هم بند کړي او دوی ته يې امر کړی چې نور سکولونو ته ور نه شي. طالبانو تر اوسه د نجونو د ابتدایي سکولونو د بندولو په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي یوې ښوونکې د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ته وویل، 30 کاله یې زده کوونکي روزلي دي خو وایي طالبانو دا او ددې نورې همکارانې له سکوله وشړلې او ورته ویې ویل چې نورې په کور کې کښېني.

د ښځو او نجونو پر تعلیم بشپړ بندیز ته په افغانستان او نوره نړۍ کې توند غبرګونونه مخې ته را روان دي او دا د طالبانو د حکومت یو "ظالمانه او غیرانساني" اقدام ګڼي.

مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار ستونځه ډېره جدي ګڼلې او وایي په یوویشتمه پېړۍ کې د نجونو پر تعلیم بندیز د جنسي توپیر "تر ټولو ښکاره او کرکجنه" بېلګه ده.

ښاغلي غني د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپله فېسبوک او ټویټر پاڼه لیکلي چې په اوسنیو حالاتو کې یواځینۍ موضوع چې ټول افغانان په همږغۍ سره پرې یوه خوله دي، هغه د ښځو د تعلیم او د کار د حق موضوع ده. اشرف غني وایي‌ طالبان د افغانانو د دې ملي ولسي همږغۍ په مقابل کې نه شي درېدلای:

"د اوسنۍ حاکمې ډلې د دغه شان ناوړه پرېکړو او د روان بحران د ژورېدو مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه، بلکې ټولو هغو افرادو، عناصرو او بنسټونو ته ور ګرځي چې د دوی د سپینولو لپاره یې په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نویو حالاتو په اړه یې پوهه زیاته شوې ده".

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم د دسمبر پر 20مه په خپره کړې هدایتنامه کې د طالبانو سرکاري او شخصي پوهنتونونو ته امر کړی وو چې تر بل امر پورې د نجونو تعلیم وځنډوي، خو ددې سبب یې تر اوسه نه دی ویلی.

بل مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د طالبانو له خوا د نجونو د پوهنتونونو پر بندولو ژوره خواشیني ښکاره کړې او د طالبانو پر حکومت یې ږغ کړی چې د د افغانستان د ملي ګټو او د اوسني او راتلونکو نسلونو د سوکالۍ لپاره دې د نجونو پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي ادارې ژر پرانیزي. د حامد کرزي په رسمي فېسبوک پاڼه لیکل شوي:

"د هېواد پرمختګ، ابادي او ځان بسیاینه د دې خاورې د هر بچي، نجونو او هلکانو، په تعلیم او زد‌‌‌کړه پورې تړلي دي".

ښاغلی کرزی وایي‌ د تعلیم مخنیوی نه یواځې د افغانستان ترقي او هوساینې ته زیان رسوي، بلکې دا هېواد به د لا ډېرې مجبورۍ، بې وزلۍ او پردو ته له ډېرې محتاجۍ سره مخ کړي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د شورا مخکینی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي تعلیم د ټولو افغانانو بنیادي حق دی او له دې حقه د نجونو محرومول یې د افسوس وړ ګام بللی. ډاکټر عبدالله پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي:

"د ټولو هېوادوالو غوښتنه د نجونو پر وړاندې د تعلیم او تحصیل د دروازو پرانستل دي، زه د افغانستان د وګړي په توګه غوښتنه او تقاضا کوم، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بندېدلو په پرېکړې دې له سره کتنه وشي".

د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو د امر په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ددې پرېکړه له غندلو سره سره یې د طالبانو له مشرانو غوښتي چې پر خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي. د او ای سي سازمان پر خپله ټویټر پاڼه د خپل مشر حسېن براهیم طاها له خولې لیکلي:

"که څه هم موږ له اوسنۍ [د طالبانو] له ادارې سره د خپلې همکارۍ سیاست ته ژمن یو خو دا پرېکړه غندو او د کابل پر واکمنانو ږغ کوو چې خپلې ژمنې او عملي پرېکړې یو رنګه وساتي او دا پرېکړه بېرته واخلي".

له دې پرته د ملګرو ملتونو د عمومي مشر په ګډون بېلابېلو چارواکو، د افغانستان لپاره د امریکې دواړو استازو او د بهرنیو چارو وزیر، پاکستان، سعودي، برتانیې او د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم د طالبانو پرېکړه غندلې او د نجونو د ټولو تعلیمي ادارو د بیرته پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو له خوا د نجونو د پوهنتونونو د بندولو په غبرګون کې له ټولنیزو رسنیو سره سره د افغانستان په مرکز کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم په تعلیمي ادارو کې خلکو احتجاج کړی او د پوهنتونونو ځینو نارینه استادانو له خپلو دندو احتجاجاً استعفاوې کړې دي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم پر خپله ټویټر پاڼه د نجونو د پوهنتونونو د بندولو د پرېکړې دفاع کړې ده او وایي دا پرېکړه یې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر کړې ده او دی پکې څه صلاحیت نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG