لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: افغانستان نه مې د40 زره کسانو په راستنولو کار کولو چې په زرګونو وسله وال هم پکې شامل وؤ


imran Khan
imran Khan

دپاکستان پخوانی وزیراعطم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي دده حکومت افغانستان نه دنزدې 40 زره کسانو پاکستان ته په بېرته راستنولو کار کولو چې پکې د5 نه تر10 وسله وال هم شامل وؤ خو وایي دپاکستان نوي حکومت دغه لوري ته پاملرنه ونه کړه.

هغه افغانستان نه دجنګیالیو یا وسله والو د راستنولو دا خبره په داسې حال کې کړې چې نیوکې پرې روانې دي،دده د واکمنۍ په دوره کې پوځ ټي ټي‌ پي سره افغانستان کې مذاکرات کړي چې په نتیجه کې یې یو ځل بیا وسله وال دپاکستان دننه فعال شوي اؤ ترهګریز بریدونه یې پیل کړې دي.

دترکي سکالرانو اؤ طالبعلمانو سره انلاین خبرو اترو کې عمران خان ویلي کله چې دهغه حکومت نسکور شو نو دسیاسي ګوندونو اؤ اسټیبلشمنټ دتحریک طالبان پاکستان نه پام واوختو اؤ هغوئ(ټي ټي پي) یو ځل بیا د راپورته کیدو فرصت وموندلو.

عمران خان ویلي دپاکستان بهرنۍ تګلاره سمه نه ده"مونږ د امریکایي ډالرو لپاره دپردو جګړې پسر اخستې وې"

پاکستان کې دترهګرۍ اؤ دافغانستان په اړه دیوې پوښتنې ځواب کې پخواني وزیراعظم ویلي پاکستاني اؤ افغان طالبان توپیر لري ځکه چې دافغانستان طالبانو اؤ ټي ټي پي موخې جلا،جلا دي.

هغه ویلي پروسکال چې کله افغان طالبان اقتدار ته ورسیدل نو پاکستاني طالبانو ته یې ویلي وؤ چې هغوئ باید بېرته پاکستان ته ستانه شي.

هغه وایي دده حکومت افغانستان نه دنزدې څلویښتو زرو کسانو راستنولو لپاره افغانستان سره خبرې هم کولې چې هغې کې د پینځوؤ نه تر لسو زرو وسله وال اؤ دهغوئ کورنۍ هم شامل وې.

عمران خان ویلي له بده مرغه دپاکستان موجوده حکومت اؤ اسټیبلشمنټ دغه لوري ته پام ونه ګرځولو چې له امله یې پاکستان کې دترهګرۍ بهیر په پراخیدو دی.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اوړمه ورځ په لاړکانه کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په عمران خان کلکې نیوکې کړې وې چې دخپلې واکمنۍ په دوره کې ترهګرو ته په پښو کې ناست ؤ اؤ مذاکرات یې ورسره کول چې دهغې له امله نن هیواد کې ترهګري سیوا شوې ده.

هغه زیاته کړې وه چې هیواد کې دترهګرو دبیا راستنېدو لارې تړل شوې وې ،دضرب عضب په ګډون ګڼ عملیات په بریالي ډول سرته رسیدلي وؤ خو نوموړي پخپله وینا کې له عمران خان نه پوښتنه کړې وه چې ایا نیول شوي ترهګر دده په قید کې وؤ که دکوم بل هیواد ،اؤ که نه چرته پټ شوي وؤ؟

هغه ویلي وؤ په ترهګرو کې همت نه ؤ پاتې چې پاکستان ته په خیرنو سترګو وګوري خو عمران خان حکومت کې ورسره خبرې پیل شوې اؤ ترهګر بیا زړور شول.

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف ډیوه وي او ای ډیوه ته ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔

نوموړی وایي" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي"

ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو کانفرنس کې هوډ ښول شوی چې پوځ د ولسي هیلو په اساس دترهګرو اؤ ترهګرۍ په ضد بې توپیره ګامونو اخستو ته ژمن دی.

خو د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او د قامي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وي او ای ډيوه ته تېره اوونۍ ویلي وؤ ستونزه دا ده چې پاکستان په ښکاره يوه خبره کوي او په عمل کې بل څه کوي او تر څو چې دترهګرۍ په ضد په تګلاره کې روڼتيا نه وي راغلې ترهګري اؤ ناامني به لا پسې سېوا کېږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG