لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار په يوه ورځ کې 1378 پوانټونه غورځېدلی، د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې


پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [17 جنورۍ] د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] 1378 پواينټونه غورځېدلی، او د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د سیاسي بې ثباتۍ له امله ښکاري، د پاکستان اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي او څو پورې چې په ملک کې سياسي ثبات نه وي راغلی هم دغه حالات به روان وي.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، "د پاکستان د ونډو بازار د تيرو دوه مياشتو نه په ښکته را روان دی، خو پرون چې څومره غورځېدلی دا په تيرو شپږو مياشتو کې تر ټولو غټ ريکارډ دی، د تير کال د جولایۍ په مياشت کې دومره غورځېدلی او د 39000 نفسياتي حد ته راغلی وو او دوه نيم کاله پس دې حد ته راغلی په 27 جولایۍ 2020 کې په دې کچه وو".

د نوموړي په خبره درې ورځې پرله پسې په کاروباري ورځو کې د ونډو بازار خواوشا 2400 پواينټونه راغورځېدلی چې له امله يې د نوموړي په وينا "پانګه والو ته نزدې څلور کهربه روپۍ تاوان اوښتی دی".

د وکيل الرحمان په خبره، د ونډو د بازار غورځېدو بنيادي علت په ملک کې سياسي بې ثباتي ده، د پنجاب اسمبلي ماته شوې د خېبرپښتونخوا اسمبلي ماتيږي، د عدم اعتماد خبرې کيږي، د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره خبرې د وروستي والي سره مخ دي او په فرورۍ کې هم نه ښکاري چې وشي او "د پاکستان زر مبادله ذخیره څلور اعشاريه درې اربه ډالره دي کوم چې ډېر کم دي".

هغه زياته کړه د ډالر په مقابله کې روپۍ ورځ تر بلې غورځيږي، او د دې ترڅنګ مرکزي بېنک په 23 جنورۍ مانيټري پاليسي اعلانوي په داسې وخت کې عموما دا خيال کيږي چې د سود شرح به کميږي که سېوا کيږي خو دا لومړی ځل دی چې ويل کيږي چې د سود شرح به څومره ډېره سېوا کیږي.


په وروستیو کې نړیوالې اقتصادي ادارې [ورلډ اکنامک فورم] اندېښنه څرګندونه کړې چې پاکستان ته اوس هم د ديواليه کېدو خطره ده او د 2025 پورې دغه هيواد ته په ورپېښو خطرو کې تر ټولو غټه خطره د خوراک د کمي ده.

خو د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار بيا بيا دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي.

وکیل الرحمان وايي، "دا يوه عامه فارمولا ده چې د يو ملک ريزرو[زر مبادله ذخيره] د درېو مياشتو د امپورټ برابر پکار وي او دا وخت د پاکستان امپورټ بل د میاشتې په سر خواوشا پينځه اربه ډالره دی په دې حساب پاکستان ته 15 اربه ډالره پکار دي، خو د پاکستان سره دا وخت څلور اعشاريه درې اربه ډالره دي نو مطلب دا چې د پاکستان سره د يوې مياشتې د امپورټ بل نه کمې پېسې پرتې دي".

هغه زياته کړه، په دې کې ځینې تکنيکي خبرې دي لکه بهرنۍ زرمبادله ذخيره چې کميږي نو د دې مطلب دا شو چې پاکستان ديواليه کېدو ته روان دی او چې بيا پاکستان قرضې واپس کوي او چې ډالرې نه وي نو بيا د قرضو د واپسۍ دپاره وخت غوښتل کیږي او د وروستو والي مطلب تکنيکي دیواليه کېدل دي".

پاکستان اقتصاد څنګه ښه کېدی شي؟ نوموړی وايي په ملک کې سياسي ثبات پکار دی، يو باثباته حکومت پکار دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې سره خبره وکړي او دغه شان صورتحال د دوست هېوادونو سره هم دی چې څوک به ورسره کښيني چې خبره ورسره وکړي لکه په ملک کې دا حالات دي چې نه ده معلومه سبا به د چا حکومت وي؟ وزيراعظم به څوک وي؟.

هغه وايي، پاکستان ته د جنېوا په کانفرنس کې د 10اربه ډالرو نه د زیاتو پېسو ژمنې وشوې خو په دې کې امداد يا مرستې کمې دي او د اته اربه ډالرو پورې پکې قرضې دي.

د نوموړي په خبره د پاکستان د اقتصاد ښه کېدو دپاره بنيادي خبرې "سیاسي باثباته حکومت پکار دی چې د اوږدې مودې پاليسي جوړولی شي او د اقتصاد دپاره تګلاره جوړه کړي چې دا نه وي چې درې مياشتې يا شپږ مياشتې وروسته به بدلیږي، دا وخت ګراني ده او کوم حالات چې روان دي د دې سره به ګراني نوره سېوا کيږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG