لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم منير: پوځ په بلوچستان کې په امن خرابونکي بهرني دښمن خبر دی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، پوځ د بهرني دښمن په هغه ناوړه ارادو خبر دی چې په بلوچستان کې پرامنه ماحول خرابوي. خو نوموړي نه دي ويلي چې بهرنی دښمن څوک دی.

د پاکستان پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [17 جنورۍ] ويلي، جنرل عاصم منير د بلوچستان صوبې خضدار او بسيمه علاقو ته ورغلی او هلته ورته د امنيت د موجوده صورتحال او او فارمېشن عملياتو د تياريانو په اړوند احوال وړاندې کړی شوی دی.

جنرل عاصم منير ویلي، "مونږ د بهرني دښمن لخوا په بلوچستان کې د پرامنه ماحول خرابولو په ناوړه ارادو خبر يو. او د بلوچستان بې ثباته کوونکي د بهرني ملاتړ دښمنه عناصرو د هڅو ناکامه کولو دپاره به عملياتي تياريانې په ځای وي".

خو نوموړي نه دي ويلي چې کوم عناصر دي چې د دښمن ملاتړ ورته ترلاسه دی او نه د دښمن نوم ويلی دی.

د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټۍ یا د قامي سلامتیا کمېټۍ هم ویلي وو هيڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي، او پاکستان دا حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي.

د قامي سلامتۍ په غونډه کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په خصوصي توګه د ترهګرۍ وروستیو پېښو ته د پاملرنې ويل شوي وو خو په سرکاري خبر کې دا نه وو ويل شوي چې کوم ملک ترهګرو ته پناه یا اسانتیاوې ورکوي.

پاکستان په تيرو وختونو کې په بلوچستان صوبه کې د بدامنۍ د پېښو زیاتره تورونه په هند لګولي خو هند دغه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبه چې د افغانستان او ايران هېوادونو سره پولې لرې د دغه صوبې په ګوادر کې د نړۍ تر ټولو ژور او تودو اوبو بندر ګاه بلل کيږي، په 2015 کې د چين او پاکستان ترمينځ د “پاکستان چين اکنامک کوریډور يا سي پيک “په نامه د اربونو روپو پروژه پيل شوې وه.

د پاکستان بلوچستان صوبه چې د تيرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ د پېښو سره مخ پاتې شوې، د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزارت په خپله ويلي چې په تير کال په 2022 کې په صوبه کې د بدامنۍ پېښې 11 فيصده سېوا شوې وې.

د کورنيو چارو د وزارت ترمخه د بدامنۍ تر ټولو زياتې پېښې په مکران ډويژن کې شوې او په صوبه کې د بدامنۍ په پېښو کې د 270 نه زيات کسان وژل شوی او څلور ترهګر بريدونه شوي وو.

په بلوچستان کې د زیاترو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان، بي اېل اې، بي ار اې، بي اېل اېف او داعش منلي دي. د کورنيو چارو د وزارت ترمخه تير کال په صوبه کې امنيتي ادارو 162 عمليات کړي او 93 ترهګر یې وژلي او 210 وسله وال يې نيولي وو.

په بلوچستان کې د د لا درکه بلوچانو د حقونو لپاره کار کوونکی غېر دولتي تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز دعوه کوي چې په صوبه کې د کال 2019 او 2020 په مهال د خلکو په زوره د لا درکه کولو لړۍ يو څه تم شوې خو تېر کال په 2022 کې يو ځل بيا په دې عمل کې تيزي لېدل شوه وه.

د لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو مبارزين او د بشري حقونو ډلې تور لګوي چې په لسګونو زره کسان د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارو تري تم کړي خو د پاکستان پوځ وار په وار دا تور ردوي چې ګواکې دوي د بلوچانو او پښتنو په تښتولو او وژنو کې ککړ دي.

په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې شوي چې پکې 282 امنیتي مامورین وژل شوي وو.

په رپورټ کې ويل شوي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG