لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان يو تن خپله لور په عدالت کې د غېرت په نوم وژلې ده


د خېبرپښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي یو تن په کراچۍ کې خپله لور د غېرت په نوم وژلې ده، پوليس وايي د دغه تن لور څو ورځې وړاندې د کوره وتلې بيا پرون د هلک سره عدالت ته حاضره شوې چې په عدالت کې واده وکړي خو پلار یې د عدالت په بهرنۍ دروازه په ډزو ويشتې او وژلې یې ده.

د کراچۍ ښار د پير اباد تاڼې پولیس وايي دا پېښه پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د کراچۍ په سټي کورټ عدالت کې شوې ده، جينۍ او هلک عدالت ته وړاندې کول کېده هغه وخت پرې د جينۍ پلار امیر جان ډزې کړي لور یې وژلې ده.

د پيراباد پوليس تاڼې تفتيشي افسر دوست محمد وي او اې ډیوه ته وویل د جينۍ پلار نيول شوی او مقدمه پرې د سټي کورټ په تاڼه کې درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

سرچينې وايي د امير جان تعلق د بر جنوبي وزيرستان د سرا روغې د ډيلی کلي سره دی د وړاندې نه په کراچۍ کې اباد دی، د هغه لور څو ورځې وړاندې د کوره وتلې بيا یې معلومات شوي وو چې د يو هلک سره تللې، خو د جينۍ د بې درکۍ رپورټ په تاڼه کې درج شوی وو، او بيا پولیسو د جينۍ پلار عدالت ته غوښتی وو چې ورشي او په عدالت کې یې نکاح وکړي او هلته بيا دغه پېښه شوې ده.

مولانا قاضي طاهر مسید چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال هم دی وايي، "دا لومړۍ پېښه نه ده چې شوې ده يا وشوه، له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي د هغې څو علتونه دي، يوه بنیادي علت یې دا دی چې مونږ پښتانه د لور نه د خوښې پوښتنه نه کوو چې کوم هلک یې خوښ دی يا نه دی خوښ چې ورسره واده شي بل مو لور ته دا جرات هم نه دی ورکړی چې د هلک په شان د خپلې خوښې اظهار وکړي. د هغې نتيجه به دا شي چې جينۍ مجبوره شي د نورو په خبرو کې راشي او لاړه شي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل "دين اسلام اجازت ورکړی دی چې هلک او جينۍ دې په خپله خوښه سره واده وکړي او جينۍ ته حق حاصل دی چې د پلار د خوښې هلک رد کړي خو وجه به یې ښايي او جينۍ که په خپله مرضۍ هلک خوښ کړي نو پلار به یې د هلک کره والی ګوري او بيا به یې ورکوي".

د نوموړي په خبره پکارده چې "مونږ پښتانه خپلو خويندو لوڼو ته د خوښې حق ورکړو او په ټولنه کې يې بد ونه ګڼو چې هلک يې خوښ کړو. بل دا چې مونږ د جينکو ودونه زر نه کوو مونږ یې تر 27 او 30 کلونو پورې په کور کښېنوو او بيا که جينۍ چرته دوستي وکړي بيا مونږ ځان مجرم نه ګڼو لور مجرمه ګڼو".

هغه وويل پکار ده چې "مونږ جينکو ته د تعلیم سره د اظهار رایې د ازادۍ حق ورکړو چې هغه خپله خبره په ښکاره وکړي او هغوی تېښتې ته مجبوره نه کړو، خو بدبختي دا ده چې کومه خبره زمونږ په طبعیت راشي بيا یې د شريعت نه راخلو که په طبعيت مو پوره نه وي بيا اسلام پرېږدو پښتو راخلو هسې د اسلام دعوه کوو".

د اتوار/يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات او چارسده کې هم درې جينکۍ د غېرت په نوم وژل شوې وې.

د کال 2022 د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت ويلي وو چي په تېرو درېو کلونو کې په ټول ملک کې په ښځو د تشدد د 63000 څخه زياتې مقدمې درج کړی شوي او په دغه موده کې نزدې 1025 ښځې د غېرت په نامه وژلي شوي هم دي.

د بشري حقونو د مرکزى وزارت لخوا د تېرې نهې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه ويل شوي وو چې په تېرو درېو کلونو کې 3987 ښځې وژل شوي او په دې موده کې 10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی دی.

د بشري حقونو د وزارت په شمېرو کې ويل شوي چې يوازې په کال 2019 کې په ښځو د تشدد 25389 مقدمې ثبت شوې وې او هم دا ډول په کال 2020 کې د ښځو په ضد د جنسي تېريو او بدکارۍ په ګډون 23789 پېښې مخې ته راغلې او په کال 2021 کې په ښځو د تشدد په لړ کې 14189 مقدمې هم درج شوې وې.

د بشري حقونو د پاره کارکوونکي وايي د پښتنو ټولنه د سړو برلاسه ټولنه ده، دلته چا خپل زوی د غېرت په نوم ونه وژلو خو د پېغور له وجې لور خور وژني.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG