لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په ځانمرګي بريد کې د وژنو شمېره 83 ته رسېدلې ده، د ملبې لرې کولو کار روان دی


پېښور کې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې شوي ځانمرګي بريد کې د وژنو شمېره 83 ته رسېدلې ده، د چاودنې له امله د غورځېدلي جومات د ملبې لرې کولو کار اوس هم روان دی.

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم نن د نهې/ سه شنبې په سهار وي او اې ډيوه ته ویلي، روغتون ته تراوسه پورې 83 مړي وړل شوي چې پېژندګلو یې شوې او خپلوانو ته یې مړي سپارل شوي دي.

د راپورونو ترمخه په مړه شوو کې زياتره پوليس والا دي او د ډېرو د جنازې مراسم تيره شپه ترسره شوي دي.

چارواکو پرون ويلي وو په چاودنه کې 157 کسان ژوبل شوي وو، د عاصم په خبره دا وخت هم په روغتون کې د 57 کسانو درملنه روانه ده.

پېښور کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 وياند بلال فېضي وي او اې ډيوه ته وويل، پرون ماسپښين چې د چاودنې وروسته د جومات د ملبې لرې کولو عمليات پېل شوي هغه اوس هم روان دي.

هغه وويل نن سهار هم د ملبې څخه دوی ځينې مړي راويستي دي او عمليات روان دي د ملبې لاندې اوس هم ښايي نور کسان موجود وي.

د پېښور په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د شوې چاودنې له امله دوه منزله جومات غورځېدلی وو.

د يادې پېښې وروسته د پېښور د پوليسو مشر محمد اعجاز خان ويلي وو په جومات کې د 400 پورې کسان موجود وو چې چاودنه شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي د پېښور په پوليس لاين جومات کې دننه چاودنه ځانمرګې حمله وه.

تحریک طالبان پاکستان ويلي په دغه چاودنه کې لاس نه لري.

وزيراعظم او د پوځ مشر پرون پېښور ته تللي، په چاودنه کې د ژوبلو پوښتنه یې کړې او د پېښې په اړه ورته احوال وړاندې کړی شوی دی.

وزيراعظم شهباز شريف ویلي، په نمونځ کولو بريد کول ناوړه عمل دی، په دغه ډول ناوړه بريدونو به ترهګر قومي حوصله ماته نه کړي، او په دغه بريد کې ککړ عناصر به منطقي انجام ته ورسوي.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ويلي، د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG