لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ښځينه قاضيانو او قانون پوهانو چې د جمهوريت سېمبول منل کېدې په سپېن کې پناه موندلې


واشنګټن - د ميډرېډ ښار په يو لوبغالي کې پخوانۍ افغانه پراسيکيوټر عبيده شرر خپل زوی په ټال ځنګوي خو مطمينه ده چې د طالبانو د واک نيولو وروستو هغه د افغانستان نه وتښتېدله او په سپېن کې يې سر پناه موندلې.

اغلې شرر د نولس نورو پراسيکيوټرانو سره ميډرېډ ته تللې او په دغه هېواد کې یې سياسي پناه موندلې څوک چې په پاکستان کې نزدې يو کال بې اسرې ناسته وه ځکه په ياد هېواد کې ورته د کډوالۍ اسناد نه ورکول کېده.

هغې ته ځان په دې بد ښکاري چې پخپله خوشحاله ده خو د وطن نورې ښځې يې کړيږي.

شرر وايي “اکثريت افغانې ښځې او جينکۍ حق نه لري چې تعليم وکړي لا په ټولنه کې مقام ولري. ښځې سينګار ځايونو ته نه شي تللی. زه نه شم خوشحالېدلی”.

په افغانستان کې ټولې ازادۍ يو دم ختمې شوې د کله نه چې طالبانو واک ونيولو او د خپلې خوښې سخت دريځه اسلام يې په ټولنه وروتپلو.

طالبانو اکثريت ښځې کارمندانې د روزګار کولو نه منع کړي او تېر کال يې په ښځو او جينکو د سکول او پوهنتون ويلو بندېز لګولی.

د شرر او د هغې د همکارانو کار په افغانستان کې خطرناک وو ځکه ښځينه ججانې او پراسيکيوټرانې په دومداره توګه ګواښلې کېدلې او په دې په نخښه وې چې هغوی د سړو خلاف مقدمې کولې څوک چې په جنسي تېريو او جرمونو او مرګونو کې ککړ وو.

هغه د 32 ښځو قاضيانو او سرکاري وکيلانو نه يوه وه چا چې افغانستان پرېښود او بيا په پاکستان کې د يو کال پورې بنده پاتې شوه.

يوه بله سرکاري وکيله چې خپل پوره نوم د دې ويرې نه ښيي چې پېژندګلو به يې ژوند ته خطر پېښ کړي او يواځې په ايس ايم ځان پېژندل غواړي په ښځو او ماشومانو د تشدد د قانون ماهره ده او وايي:

“زه په خپل ولايت کې يواځينۍ پراسيکيوټره وم. ما ته طالبانو او په جرمونو کې ککړو خلکو دړکې راکولې څوک چې ما جېل ته لېږلي وو”.

خو اوس هغه او د هغې کورنۍ په سپېن کې ده او ډېرې افغانانې وايي غربي نړۍ او تنظيمونو دوی بې اسرې پرېښودلې.

ايګنيشيو روډريګويز چې يو اسپانوي قانون پوه او د څوارلس قانون پوهانو د ټولګي مشر دی چې د دې افغانانو ښځو وکالت کوي وايي دا افغانانې د جمهوريت د کاميابۍ څېره وه خو چا پرې نه ښودلې.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍاخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG