لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موډيز: پاکستان په بهرنيو پورونو واپس کولو کې له خطرو سره مخ دی


د اقتصادونو د درجه بندۍ نړيوالې ادارې موډيز ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پاکستان د پور د پروګرام د لوظنامې د وروستو والي له امله په دغه هېواد کې د بهرنيو زېرمو/ يا غېر ملکي زر مبادله د ذخیرې کمېدو له وجې د بهرنيو قرضونو د بيرته ورکولو خطرې نورې سېوا شوي دي.

نړيواله اداره يا ايجنسي موډيز د هېوادونو د قرضو د بېرته ورکولو د توان په اړه رپوټونه تیاروي.

اقتصاد پوهان وايي، د ايي اېم اېف پروګرام د پاکستان دپاره ډېر ضروري دی او که دا وروسته کيږي نو پاکستان به د دې جوګه نه شي چې خپل پورونه واپس کړي او د ديواليه کېدو خطرې به یې موجودې وي.

د پاکستان د مرکزي بېنک ترمخه دا وخت د بېنک سره بهرنې زېرمې 2.9 اربه ډالرو ته راکوزه شوي چې يواځې د دوه اوونيو د درامداتو د بل برابر دي.

اقتصاد پوهه طاهر امين وايي، د پاکستان حکومت د ايي اېم اېف سره د پور په پروګرام کې کومې ختمې پرېکړې ته نه دی رسېدلی او د معاهدې خبرې لا په رسمي ډول نه دي کاميابي شوي.

خو د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار هيله ښودلې چې د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام په لړ کې ټولې وعدې به پوره کوي او دغه معاهده به زر وشي، او ايي اېم اېف هم د پاکستان سره د خبرو جاري ساتلو ويلي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې طاهر امين وويل، د پاکستان حکومت د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام خبرې روانې دي خو که دا ودريږي نو دا په اقتصادي مشکلاتو کې د ښکېل پاکستان دپاره نوره د خطرې خبره ده.

هغه زياته کړه د پاکستان بهرنۍ زېرمې د دوه اوونيو د درامداتو نه کمې دي او بيا د ايي اېم اېف د پروګرام سره د ملګرو هېوادونو او ادارو فنډونه هم تړلي دي نوکه دغه پروګرام کامياب نه شي نو پاکستان به د پورونو په ورکولو کې د مشکلاتو سره مخ شي.

د ايي اېم اېف پلاوي د پاکستان سره د پور د پروګرام د خبرو دپاره د 31 جنورۍ څخه نهمې فرورۍ پورې خبرې کړي او پلاوی بيرته ستون شوی دی.

د ايي اېم اېف سره د خبرو وروسته د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي وو، د دوی د خبرو وروستی پړاو ترسره شوی او ټول معاملات ترسره شوي، په ټولو اړخونو خبرې شوي او پلاوي ورته د اقتصادي او مالي پاليسيانو يادداښت ليک ورکړی دی،حکومت پرې غور کوي.

نړيوالې مالياتي ادارې هم ويلي، چې د پاکستان سره د ملکي او بهرنيو مالياتو د تولې سمولو په لړ کې په پاليسي اقداماتو پرمختګ شوی دی.

خو نړيوالې ادارې نه دي ويلي چې د پاکستان سره مذاکرات کامياب شوي دي او ويلي یې وو د پاکستان سره د پور د پروګرام په اړه روانې خبرې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي پاکستان ته د روان مالي کال جون د میاشتې پورې د اته اربه ډالرو د پورونو واپسي کول دي خو حکومت تمه لري چې په دغه رقم کې به د پينځه اربه ډالرو د بيرته ورکولو موده وغځول شي او که داسې کيږي نو بيا پاکستان ته د درې اربه ډالرو بيرته ورکول ګران نه دي.

هغه وویل، خو د دې کار دپاره د ايي اېم اېف پروګرام اړين دی، هغه زياته کړه د پاکستان اقتصاد زیاتره د بهر څخه په راغوښتونکو توکيو انحصار لري او که د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پور پروګرام وروسته کيږي نو تاوان به زيات شي او نظام به ودريږي.

موډیز ویلي، د پاکستان د بانډونو بيه نزدې نهه فيصده کمه شوې او بيا د هغې ادايګي په 2024 کې کول دي، د ایجنسۍ ترمخه په پاکستان کې دا وخت د ډالرو کمی دی چې له امله یې پاکستانۍ روپۍ ورځ تر بلې بې قدره کيږي.

په رپورټ کې ويل شوي په ملک کې د زېرمو د کمي د وجې پاکستان نه شي کولی چې صنعتي خام مال راوغواړي ځکه د دغه هېواد صنعتي پېداوار هم په قلاره دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG