لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب پوليس: په ننکانه کې د قران د سپکاوي په تور نيول شوی کس قهرجنو خلکو په تشدد وژلی


د پاکستان د پنجاب صوبې د ننکانه ضلعې پوليس وايي، د قران د سپکاوي په تور يو تن چې پوليسو نيولی، قهرجن خلک بيا تاڼه ورختلي او تورن تن یې د پوليسو نه تښتولی او په تشدد یې وژلی دی.

د ننکانه ضلعې د پوليسو وياند وقاص احمد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، دا پېښه نن د خالي/ شنبې په ورځ [11 فرورۍ] د واربټن تاڼې په علاقه کې شوې ده.

هغه وويل، "د وارث په نوم تن چې خپله ښځه یې پرېښودې د هغې بل ځای واده کېدو خو دغه تن ښايي خپله ښځه بيرته ترلاسه کول غوښته او د قران شريف په پاڼو یې د خپلې کورنۍ عکسونه ځای په ځای اېښودي وو، نن ځايي خلکو ليدلي، دغه تن بيا خلکو نيولی چې پوليس خبر شو دی یې د خلکو نه راخلاص کړو تاڼې ته یې راوستو خو ګڼ قهرجن خلک بيا په تاڼه راوختل، تاڼه یې تباه کړې او دغه تن یې تښتولی په تشدد یې وژلی، خلکو یې مړي/ جسد ته اور اچولو خو د پولیسو زياته نفري بيا موقعې ته رسېدلې او مړی یې ترې په خپل لاس کې اخستی دی".

وقاص احمد وويل، دا پېښه هم نن شوې ده ځکه په تورن کس او په قهرجنو کسانو تراوسه پورې مقدمه نه ده درج شوې.

د یادې پېښې ويډیوز په ټولنيزو رسنيو هم خپرې شوي دي.

د پنجاب پوليسو په ټویټر ويلي، د صوبې د پوليسو مشر د پېښې نوټس اخستی او لوړ پوړو پولیس چارواکو ته یې د پېښې د پلټنې حکم کړی دی.

ويل شوي، په پېښه کې د زمه وارو او کوتاهي کوونکو پوليسو پرضد به هم محکمانه کارروايي کولی شي.

د صوبې د پوليسو مشر [ايي جي پنجاب] ډاکټر عثمان انور ويلي، د قانون په لاس کې اخستو اجازت چاته هم نشته که هغه هر څومره بااثره ولې نه وي.

د کال 2021 د دسمبر په مياشت کې د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کې يو سري لنکن تن پريانتا کمارا چې په یوه کارخانه کې منېجر وو راپارېدلو مظاهره چیانو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی او مړی یې ورسره سوځولی وو.

بیا په اپرېل 2022 کې عدالت په ياده پېښه کې تورن ککړو شپږو کسانو ته د مرګ او ګڼ شمېر نورو کسانو ته د قید سزګانې اورولې وې.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي پېښې کيږي.

او د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې د دې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی.

په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس د رپورټ ترمخه په کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده .

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

د سینټر فار سوشل جسټس د شمیرو تر مخه ، په پاکستان کې د کال 1947 څخه فرورۍ کال 2021 پورې لږ تر لږه 1855 کسان د مذهب د سپکاوې د قانون له مخې تورن شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG