لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یو بل باندې د افغان طالبانو ښکاره تنقیدونه - دا ګنګوسې قوي شوي چې طالبان پخپل منځ کې سره تقسیم شوي دي


د طالبانو په حکومت کې د داخله چارو وزیر، سراج الدین حقاني چې د حقاني شبکې مشر دی
د طالبانو په حکومت کې د داخله چارو وزیر، سراج الدین حقاني چې د حقاني شبکې مشر دی

واشنګټن - په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څو تنو جګپوړو چارواکو په دې وروستیو کې د عامو خلکو مخې ته یو بل باندې ښکاره تنقید کول پیل کړي، چې دې سره هغه افواهات هم بېرته تېز شوي چې ګني طالبان د جېنکو تعلیم ته د اجازت ورکولو یا نه ورکولو په سر، پخپل منځ کې په اختلافي ډلو وېشل شوي دي.

د الفاظو جګړه تېره د خالي/شنبې په ورځ پیل شوه کله چې د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو په مشرتابه باندې سخت لفظي ګوزارونه وکړل او هغوی یې د واک اختیار په "منحصر کولو" تورن کړل. مګر د کوم ځانګړي شخص نوم یې وانخېست.

حقاني چې په خپل پلرني ولایت، خوست کې یې د مذهبي علماو یوې دستورې ته وینا کوله، وویل: " نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندي حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنومي کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی."

حقاني پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې نور،"دا حالات د برداشت نه دي."

د طالبانو د حکومت داخله وزیر دا هم وویل چې د دوی حکومت باید د هغو پالیسیو یا تګلارو نه ځان لېرې کړي کوم چې د "[حاکم] نظام او خلکو" ترمنځ فاصلې پیدا کوي او دې نه "د اسلام د بدنامولو" دپاره نور کسان ناوړه ګټه پورته کوي.

داسې ښکارېده چې د سراج الدین حقاني د خبرو مطلب، د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده و کوم چې طالبان ورته "امیرالمؤمنین" وایي. د هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې په افغانستان باندې قبضه ولګوله، د طالبانو مشرتابه د جېنکو تعلیم او په اکثرو ادارو کې د ښځو کار کول منعه ګرځولي دي. د ملا هبت الله څو تنه نږدې ملګري، د هغه د احکاماتو ملاتړ کوي.

ملا هبت الله آخندزاده د طالبانو مشر دی چې دوی ورته امیرالمؤمنین وایي او تر اوسه مطبوعاتو ته ندی راڅرګند شوی
ملا هبت الله آخندزاده د طالبانو مشر دی چې دوی ورته امیرالمؤمنین وایي او تر اوسه مطبوعاتو ته ندی راڅرګند شوی

په واشنګټن کې د نوې امریکا په څیړنیز مرکز کې د نړیوالو مطالعاتو د څانګې مرستیال پیټر برګن د وي او اې افغانستان سروس ته ویلي، د حقاني د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې هغه د طالبانو په ټولو صفوفو کې د رهبرۍ ادعا کوي.

ښاغلي برګن زیاته کړې ده: "هغه د ټولو طالبانو د رهبر په توګه ځان معرفي کوي. دا چې حقانیان تل د طالبانو قوي نظامي برخه دي او دا چې د کورنیو چارو او استخباراتي ادارو کنټرول د سراج په لاس کې دی، هغه په ښه موقف کې دی چې د کندهاري طالبانو رهبري چیلنج کړي".

د طالبانو د حکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ، بغیر د دې چې د سراج الدین حقاني نوم واخلي، د هغه په جواب کې تندې خبرې وکړې.

ذبیح الله مجاهد کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې، چې د طالبانو سرکاري ټي وي هم خپره کړله، وویل: "که څوک په امیر، یو مسؤل، رئیس، وزیر او یو مرستیال نیوکه لري، غوره ده او اسلامي اخلاق هم دا ایجابوي د هغه حرمت وساتل شي او عزت یې محفوظ وساتل شي. په محرمه او مصؤنه توګه ورته نزدې شي او بل څوک یې وانه وري او خپل انتقاد ورته ورسوي."

بل اړخ ته د طالبانو د عدلیې نایب وزیر عبدالغني فایق هم چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې احتیاط دې وکړي او د نظام د تقسیم سبب دې نه ګرځي. فایق چې کابل کې د وکیلانو د فراغت په یوه دستوره کې غږېده، وویل:

"هغه که چارواکی وي او که مامور وي، که هرڅوک وي، چې د وزارت یا امارت په چوکاټ کې وي او د امارت په ضد حرکت وکړي، د برداشت وړ ندی."

یو شمېر بهرنیو سفارتکارانو چې د سراج الدین حقاني سره ملاقاتونه کړي دي، وایي چې هغه د طالبانو د هغو مشرانو په ډله کې دی چې، غواړي جېنکو ته دې د تعلیم اجازت ورکړی شي.

د طالبانو په راتلو سره د شپږم جماعت نه پورته د جېنکو په مخ سکولونه بند شول او پوهنتونونو ته هم جېنکۍ نه پرېښودل کیږي
د طالبانو په راتلو سره د شپږم جماعت نه پورته د جېنکو په مخ سکولونه بند شول او پوهنتونونو ته هم جېنکۍ نه پرېښودل کیږي

حقاني په خوست ولایت کې خپل تقریر کې دا هم وویل چې، "د اولس په زخمو باندې ملهم لګول، پټۍ لګول، اولس ته هوسایي جوړول مې غرض دی." حقاني زیاته کړه چې که داسې وشي، نو د دوی نظام به برقراره پاته شي.

د سراج الدین حقاني نوم، د امریکا په تور لېست کې دی او ورباندې انعام هم ټاکل شوی، ځکه د امریکایي شهریانو د وژلو دپاره سازشونو کې یې لاس درلودلی دی. د هغه د لاس لاندې ډلې چې د حقاني شبکې په نامه پېژندل کیږي، په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي او نېټو قواوو په ضد لویې خونړۍ حملې کړي دي.

نړېواله ورورولي اوس د طالبانو انتظامیه، د یو قانوني حکومت په توګه نه تسلیموي، او سبب یې د دې ډلې په لاس د ښځو د حقونو، او نورو بشري حقونو خلاف ورزي ښيي.

وي او اې د یو پخواني افغان چارواکي، طارق فرهادي څخه د طالبانو ترمنځ پر یو بل باندې د برالا لفظي ګوزارونو په اړه پوښتنې وکړې چې په جواب کې یې ښاغلي فرهادي ولیکل: "هغه څه چې واضحه دي، دا دي چې افغانستان کې جېنکو ته د سکولونو د بیا پرانېستلو او ښځو ته د کار حق ورکولو دپاره، په کار ده چې د طالبانو له منځه یو اصلاحي تحریک سره قوت پیدا کړي."

د فرهادي په وینا، بغیر د دې چې خپله د طالبانو له منځه داسې یو قوت راپورته شي، بل هېڅ څوک دې کار ته وړاندې کېدلی نشي.

طالب مشرانو له ډېرې مودې راهیسي دا رپوټونه رډ کړي او د مغربي مېډیا پروپګېنډا یې بللې چې ګني د دوی ترمنځ داخلي تقسیمات پیدا شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده ځان په کندهار کې ایسار کړی، مطبوعاتو ته نه راڅرګندیږي، او د خارجي نمایندګانو سره یې د ملاقانونو نه هم ډډه کړې ده.

دې رپوټ کې ځینې برخې د افغان سروس د رپوټ نه اخېستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG