لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایټلي په ډوبه شوې کښتۍ کې د 80 افغانانو او دوو پاکستانیانو مړینه تایید شوې ده


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو تایید کړې ده چې په ایټلي کې په ډوبه شوې کښتۍ کې تقریباً 80 افغانان او دوه پاکستانیان مړه شوي، خو ډېر کسان ژغورل شوي او ځینې لا هم ورک دي.

دا پېښه د فرورۍ پر 26مه شوې وه او کښتۍ هغه وخت ډوبه شوې وه چې د ایټلي په جنوبي سیمه کروټون کې یې د درېدو هڅه کوله. د رپوټونو له مخې تقریباً دوه سوه کسان په کښتۍ کې سپاره وو او ډوب شوي وو.

د ایټلي ساحل ساتونکو ځواکونو 80 تنه ژغورلي او د نورو ډوبو شوو کسانو د لټون کار لا روان دی. په دې کښتۍ کې سپاره تقریباً 80 فیصده افغانان وو، شاوخوا 20 پاکستانیان او نور د ایران او سومالیا اوسېدونکي وو.

د ایټلي چارواکو تر اوسه په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون د 63 کسانو مړینه منلې ده او ویره څرګندېږي چې کېدای شي د ماشومانو او ښځو په ګډون د مړیو شمېر 100 یا تر دې هم زیات شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې خواشیني ښکاره کړې چې وایي "د ايټلي په سوېلي سمندرګي کې تر شاوخوا 80 تنو پورې" مړه شوي کسان افغانان دي او د دوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کښتۍ په پېښه کې په لسګونو پاکستاني وګړي هم ډوب شوي وو چې وایي د دوو کسانو یوې ځوانې ښځې او ځوان سړي مړینه تایید شوې او تر اوسه پورې 17 کسان ژغورل شوي دي.

وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، چې په ایټلي کې د پاکستان سفارت په دې برخه کې مرسته کوي او چارواکو یې له ژوندي پاته کسانو سره د لیدو تر څنګ د ایټلي له چارواکو سره هم په تماس کې دي:

"په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د ایټلي په ساحلونو کې د کښتۍ د ډوبېدو په غمجنه پېښه کې دوو پاکستانیانو هم خپل ژوند بایللی او کورنیو یې پېژندلي دي".

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقار بلخي پر ټویټر لیکلي چې په مړو شویو افغان کډوال کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له ترکي ایټالیا ته د سمندر له لارې د لرګي په کښتۍ کې روان وو. بلخي لیکلي:

"[اسلامي امارت] ټولو هیوادوالو ته یو ځل بیا سپارښتنه کوي چې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو د تګ راتګ څخه ډډه وکړي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو مرسته کوونکو ادارو خصوصاً د سره صلیب یا ریډ کراس پر نړیوالي ادارې باندې ږغ کړی چې د ایټلي په سوېلي سمندر کې د ډوبو شویو افغانانو د مړیو په پیدا کولو او افغانستان ته په لېږدولو کې د انسانيت په بنیاد خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي.

دا په دوو اوونیو کې دویمه لویه پېښه ده چې په لسګونو افغانان پکې مړه کېږي. د فرورۍ پر 18مه هم په بلغاریا هېواد کې په یوه کنټینر لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون 18 افغانان د لوږې، سالنډۍ او د اکسیجن د نشتوالي‌ له کبله مړه شوي او 34 ژوندي موندل شوي وو.

رپوټونو وایي په 2022م کې تر یو لک پینځه زره زیات کډوال ایټلي ته د سمندر له لارې رسېدلي وو چې وایي اکثره یې د افریقې، منځني ختیځ او د جنوبي اېشیا د هېوادونو وو.

ایټلي د یورپي اتحاد له نورو هیوادونو غوښتي چې را وړاندې شي او ځینې هغه کډوال ومني چې نه غواړي په ایټلي کې پاته شي او هڅه کوي چې د کار موندلو یا د کورنۍ له غړو سره د یو ځای کېدو لپاره د یورپ نورو هېوادونو ته لاړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG